افغانستان

په پاکستان کې د وروستیو سختو بارانونو له امله د مړو شمېر ۲۲ تنو ته لوړ شو

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سختو بارانونو په پایله کې ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، چې پرون (شنبه، د اپریل ۲۷) د ورځو په اوږو کې په کوټه کې سخت او تېز بارانونو وشول چې له امله یې د دې سیمې سړکونه او عامه کوڅې سېلاب شوې دي.

د دغه راپور له مخې، د ناببره سېلابونو په پايله کې چې د دغه ايالت په مختلفو سيمو کې لارې دترافيکو پرمخ تړلي دي د استوګنې زيات شمېر کورونه ويجاړ شوي او د مايع ګازو يو لوى ټانکر چې له ايران څخه دغه هېواد ته داخل شوى هم چپه شوى دى.

په دغه راپور کې راغلي : “د بلوچستان مرکز چې د بارانونو د تېرو دوو دورو له امله سخت زيانمن شوي ؤ يو ځل بيا د ښاري سيلابونو او سختو شپنيو بارانونو شاهد وو چې نه يوازې په ټيټو سيمو کې بلکې؛ د کوټې په مهمو برخو کې هم ډېره ويجاړي رامنځته کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د کوټې ښار نږدې ټول سړکونه چې پکې کندهاري بازار،جناح، لیاقت، شهزاد، زرغون، سرکي او ګوالمنډي سړکونه هم شامل دي، زورور سیلابونه راوتلي دي.