ورزش

افغانستان لومړي ځل لپاره د فوټسال نړيوال جام ته لار ومونده

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن د نړیوال جام د غوراوي پړاو په وروستۍ مرحله کې له قرغزستان سره لوبه وکړه او دغې لوبډلې ته یې ۵پر۳ ماتې ورکړه.

په دې بریا سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې له دې وړاندې د اسیايي فوټسال سیالیو اتم پړاو ته لار موندلې وه.