فرهنګ او هنر

طالبانو په هرات کې بهزاد هنري مرکز بند کړ

هرات د علم او فرهنګ د ښار په توګه یادېږي. په دې ښار کې د کمال الدین بهزاد د ښکلي لیکنې مرکز یو مشهور ځای دی ـ هغه ځای چې زده کوونکي پکې د انځورګرۍ او خطاطۍ په برخو کې په زده کړه بوخت دي.

خو طالبانو د سه شنبې په ورځ دغه علمي مرکز ته په ورتلو هغه تړلی دی.

د کمال الدین بهزاد هُنري مرکز مدیر محمد ابراهیم حبیبي وايي: «په افغانستان کې تر ټولو لوی هنري او اکاډمیک مرکز نن د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونو له خوا د دوو ماشومانو له امله چې دلته یې خطاطي زده کوله، زما سره چې وېښتان مې سپین شوي دا هنري مرکز چې څلوېښت کاله یې د تیاتر او اسلامي هنر په برخو کې کار کړی، نن وتړل شو.»

هراتیان وايي چې د کمال الدین بهزاد هنري مرکز په وروستیو کلونو کې د انځورګرۍ، خطاطۍ او شکلي لیکنې په برخو کې ددې ولایت د اوسېدونکو لپاره ارزښتمن کارونه ترسره کړي دي.

دوی وایي طالبان آن هڅه کوي ددې هنري مرکز مسوول هم ونیسي.

خو د بهزاد د هنري مرکز مسوول وايي چې د چهارشنبې له غرمې وروسته طالبانو بېرته دغه مرکز په دې شرط پرانیست چې د نجونو له روزلو ډډه وشي.

د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو دوام له غبرګونونو سره مخ شوي دي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې؛ نړیواله ټولنه او له بشري حقونو دفاع کوونکي سازمانونه د طالبانو په وړاندې په چوپتیا تورنوي.

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې نرگس عزیزي وايي: «ښځې هره ورځ خپل حقونه له لاسه ورکوي د زده کړو له حقه نیولې د کار او ټولو حقونو پورې، خو چېرې دي ملګري ملتونه او بشري حقونه؟ ولې چوپ دي؟»

خو یوازې په هرات کې د کمال الدین بهزاد هنري مرکز د نجونو د زده کړو له امله نه دی تړل شوی، بلکې له دې مخکې طالبانو په ننګرهار کې هم همیشه بهار ټلویزیون تړلی و چې په هغې کې د خبریالۍ د زده کړې پروګرام ترسره کېده او یو شمېر نجونو هم پکې برخه لرله.

د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو زده کړه منع ده او عاملینو ته یې سزا ورکول کېږي، خو دیني عالمان؛ د اسلامي لارښونو له مخې د ښځو او نجونو زده کړه د دوی اساسي حق ګڼي.