افغانستان

د سیاسي چارو کارپوهان: نړۍ افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع سره ابزاري چلند کوي

یو شمېر کارپوهان نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د افغانستان د اوسني وضعیت عاملین بولي او وایي چې نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پروړاندې په «ابزاري» ډول چلند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په ترټولو تازه مورد کې وویل چې دوی باید بشري حقونه له طالبانو سره د خپل تعامل مرکز وګرځوي.

د نړیوالو اړیکو یو کارپوه کلیم‌الله هم‌سخن وایي چې افغانستان کې له ډیموکراسۍ او بشري حقونو سره د امریکا چلند ابزاری دی.

هم‌سخن وویل: «ډیموکراسي او بشري حقونه د امریکا لپاره د ابزارو په توګه دي نه موخه خو د افغانستان په تړاو په دغه هېواد کې د امریکايي پوځیانو د حضور شلن کلنې تجربه ته په پام ویلای شو چې د بشري حقونو بحث د دغه هېواد د ځانګړي استازي له خوا د ابزار په توګه مطرح شوی دی. که له بشري حقونو سره چلند ابزاري نه دی ولې اوس د ډیموکراسۍ په اړه څه نه وایي؟ ایا بشري حقونه له ډیموکراسۍ پرته مانا لري؟ نه.

څه چې امریکا یې کوي د شرم وړ دي

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې، امریکا د افغانستان د روان وضعیت مسووله ګڼي او وایي: «عجیبه ده چې د امریکا ځانګړی استازی چې پر بشري حقونو، ازاداۍ او انسانیت باور نه لري وایي له طالبانو سره په تعامل د بشري حقونو د رعایت پر لور ګام اخلو. څه چې امریکا یې کوي د شرم وړ دي. هغوی باید وشرمېږي او لږ حیا ولري.»

په داسې حال کې دي چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې یو شمېر ښځې او نارینه د خلکو په مخکې په دُرو ووهل. په وروستي مورد کې یې د فراه د زرنج ښار په لوبغالي کې یو کس «قصاص» کړ.

ښاغلی سعیدي افغانستان کې له بشري حقونو پرله‌پسې سرغړونه د افغانستان پروړاندې د امریکا د ناعادلانه سیاستونو پایله ګڼي.

هغه وویل: «ښځې چې په متروکو وهل کېږي یا کوم کس چې سپکاوی ورته کېږي دا هغه لاسته راوړنه ده چې ښاغلي خلیلزاد او امریکا افغانستان ته ورکړې. که افغانانو ته سپکاوی وشي ۵۰ سلنه ګرمه یې د امریکا پر غاړه ده.»

نړۍ له طالبانو سره د تعامل په حال کې ده

د سیاسي چارو کارپوه میرزا رفعت هم باوري دی چې نړۍ د افغانانو وضعیت ته بې‌پامي کړې ده او نړۍ له طالبانو سره د تعامل په حال کې ده. «له بده‌مرغه وروسته له هغې چې طالبان واک ته رسېدلي د خلکو له بنسټیزو حقونو په سیستماتیک ډول سرغړونه شوې ده. د جمهوریت پرمهال مو د بشري حقونو ۷ اساسي کنوانسیونونه لرل چې په مخکینیو دولتونو کې لاسلیک شوي وو او افغانستان یې پر رعایت مکلف و له بده‌مرغه د طالبانو له بیا واکمنۍ سره دا کنوانسیونونه له پامه وغورځول شول، اساسي قانون چې دویم فصل یې د خلکو اساسي حقونه بیان کړي دي په ښکاره توګه د طالبانو له خوا تر پښو لاندې شو. په دې برخه کې د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د طاللبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت لپاره یوه فعاله ډیپلوماسي په پام کې نه ده نیولې.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د سازمانونو له خوا د بشري او د ښځو له حقونو پر سرغړونې تورن شوي دي. اروپایي ټولنې له ښځو سره د طالبانو چلند «جنسي اپارتاید» ګڼلی او کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر رییسې د افغانستان وضعیت «د انساني کرامت ناورین» بللی دی.

خو طالب چارواکي ټینګار لري چې افغانستان کې بشري حقونه د نورو هېوادونو په پرتله توپیر لري او طالبان د «اسلامي شریعت» پربنسټ بشری حقونو ته پاملرنه کوي.