افغانستان

د زابل اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو له ټيټ کيفيت او لوړې بیې شکایت لري

زابل چې د پلازمیني په ۴۰۰ کيلومترۍ پر لویه لاره پروت ولایت دی لا يې هم په ځينو ولسواليو کې هېڅ مخابراتي خدمات نشته او خلک یې په مرکز او ځینو سيمو کې د مخابراتي شبکو له ټيټ کيفيت او لوړو بیو سر ټکوي.

د زابل يو شمېر اوسېدونکي وايې چې آن د مرکز کلات په ځينو سيمو کې د اړيکو ټينګولو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي او په سم ډول اړيکې نشي ټينګولای.

دغه اوسېدونکي وايي چې د مخابراتي شبکو بنډلونه هم نامناسب دی او دوی نشې کولای له دغو خدماتو ګټه واخلي.

د مرکز کلات یو اوسېدونکی عبدالهادي د مخابراتي شبکو پر ټيټ کيفيت نيوکه کوي او وايې چې مخابراتي شبکې يوازې خپل تجارت ته پاملرنه کوي او د دوی غوښتنو او ستونزو ته پام نه کوي.

د هادي په خبره، ځيني مخابراتي شرکتونه له خلګو کریډټ او انټرنټي پيسې غلا کوي او له دې لارې خپل تجارت ته وده ورکوي.

هادي زياتوي: «زموږ په ولايت کې د مخابراتي شبکو خدمات صفر ته رسېدلي، د مرکز کلات په ځينو سيمو کې لا د اړيکي ټينګولو پر مهال له ستونزو سره مخ يو او ددې ترڅنګ د انټرنټي بستو خدمات دومره لوړ دي چې د افغانستان په اوسني اقتصادي حالت کې يې څوک د کارولو وس نه لري او کله چې موږ انټرنټ کاروو نو شبکې رانه پیسې غلا کوی.»

د مرکز کلات د نورک سيمې اوسېدونکی محمد قاسم معصومي وايې چې مخابراتي شبکې د اعلانونو پر مټ افغانان دوکه کوي او خلک هڅوې چې ددوی خدمات وکاروي ترڅو خپل عواید لوړ کړي.  

د معصومي په وينا په اوسني وخت کې انټرنټ د ژوند له اړتياوو څخه ګڼل کېږي خو دغه اړتيا موږ د مخابراتي شبکو د ناسمو خدماتو له کبله نشو پوره کولای او پر مهال يې له يو شمېر ستونزو سره مخ کېږو.

معصومي زياتوي: «د دغو مخابراتي شبکو فعاليتونه دومره کمزوري دي چې آن د انټرنټ له لارې یو انځور په څو دقيقو کې نشو استولای او تل له خپلو ملګرو سره چې له هېواده بهر دي د خبرو پرمهال له ستونزو سره مخ کېږو.»

له بلې خوا، د زابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی رياست لپاره د طالبانو مسوولين هم د مخابراتي شبکو دغه ستونزې مني او وايې چې د وزارت مقام او اترا ادارې سره يې په دې اړوند خبرې کړې او اواري لپاره یې هڅې کوي.  

د زابل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره د طالبانو رییس مولوي یحیی وايي چې له وزارت سره یې دا ستونزه شریکه کړې او ژمنه یې ورسره کړې چې دا ستونزې به ورته اوارې کړي.

د نوموړي په وینا، مخابراتي شبکې ددوی تر کنټرول لاندې دي او که شواهد ومومي چې دا شبکې له خلګو پیسې غلا کوي په وړاندې به یې اقدام وکړي.

هغه زياتوي: «ریښتيا هم موږ قانع یو چې په زابل کې د مخابراتي شبکو کيفيت ټيټ او قيمت یې لوړ دی، ددغو ستونزو زه کابل ته راغلی یم زه راغلی يم تر څو له مسوولینو سره دا ستونزې شریکې کړو.»

که څه هم په ورستيو دوه لسيزو کې د افغانستان ډېری ولايتونه او سيمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلي خو د زابل په مرکز کلات او ځينو سيمو کې لاهم مخابراتي خدمتونه په نشت حساب دي.

د يادونې وړ ده چې د زابل په دای چوپان او اتغر ولسواليو کې خلک د مخابراتي خدمتونو د نه شتون له امله د لیکونو د لېږلو له لارې د یو بل احوال اخلي.