Uncategorized @ps سوداګري

د تېر کال په پرتله په ننګرهار کې د مالټو حاصلاتو زیاتېدل

ننګرهار کې د تېرو کلونو په پرتله د مالټو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د دې ولایت د کانال لپاره د طالبانو رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي چې په دې ولایت کې د بټي کوټ ولسوالۍ درېیم فارم په سیمه کې د کانال پر ځمکو د ستروسو په بڼونو کې د مالټو د حاصلاتو وخت دی او راټولول یې پیل شوي دي.

کظیم وایي، د کانال ریاست اړوند په دوه زره ۶۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټو له بڼونو به سږکال دوه زره او سل ټنه حاصلات ترلاسه شي، چې د تېر کال په پرتله یې ١٠٠ ټنه زیات شوي دي.

نوموړی وایي چې سږکال د کانال اړوند شاوخوا ۹ زره جریبه ځمکه کې د مالټو نوي بڼونه جوړ شوي، چې په راتلونکې کې به یې حاصلات څو برابره زیات شي.

د کانال رییس وایي: «د کانال اړوند په دوه زره او ۶۰۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونو سږني حاصلات د تېر کال په پرتله کابو سل ټنه زیات شوي دي، موږ د تازه بڼونو د جوړېدو هڅه پيل کړې او تمه لرو چې په راتلونکي کې ددغو بڼونو حاصلات لازیات شي او په بشپړ دول د بهرنیو وارداتو مخه ونیسو.»

هر کال د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د فارمونو مالټې کرنیزو شرکتونو ته په قرارداد ورکول کېږي او لسګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابرېږي.

بڼوال وایي چې سږکال یې حاصلات د تېر په پرتله زیات شوي او د کارګرو شمېر یې هم سلګونه کسانو ته رسېدلی دی.

دوی وایي چې د بڼ د ساتنې او حاصلاتو پرمهال یې که اړتیاوې پوره شي ښایي په دوامداره توګه کسان ورسره په کار بوخت شي.

یو بڼوال سید احمد وايي: «سږ کال مو حاصلات ښه دي، زحمت مو ایستلی خوشحاله یو چې سلګونه کسان راسره په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي، له دې سره سره خلک راځي مېلې ته او مالټې هم اخلي.»

ورته مهال د بټي کوټ د فارمونو کارګر که څه هم له کاري فرصته خوښ دي؛ خو وایي اوسنی کار یې لنډمهاله دی او باید طالبان ورته د دوامداره کار زمینه برابره کړي.

دوی وایي، که د دوامداره کار زمینه ورته برابره نشي ښایي لسګونه ځوانان په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

کارګر محمدالله وایي: «زه خوشحال یم، چې دلته کار کوم، خو دا کار لنډ مهاله دی، دلته خلک اوږودمهاله کارونو ته اړتیا لري که طالبان او اوسنی نظام ورته پام ونکړي لازیات ځوانان به په قاچاقي لارو بهر ته مخه کړي.»

ننګرهار د هېواد په کچه له هغو ولایتونو دی، چې د ستروسو بڼونه پکې زیات دي او د ستروسو بڼونو جوړولو لړۍ لا چټکه شوې، چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مثبت رول لرلی شي.

داسې باور کېږي، که په کور د ننه د مالټو بڼوڼه زیات او ورسره د بهرنیو وارداتو بشپړه مخه ونیول شي بڼوال به لازیاته ګټه وکړي.

تازه طالب چارواکو ویلي، د ننګرهار مالټو تر ډېره د بازار اړتیا پوره کړې او اړ نه دي چې له ګاونډيو په ځانګړي ډول پاکستان څخه مالټې واردې کړي.