سوداګري

بدخشان کې د مسګرۍ بازار مخ په ځوړ دی

مسګري بدخشان کې اوږده مخینه لرونکی صنعت دی. دغه صنعت مخکې په دې ولایت کې ښه بازار درلود؛ خو اوس بدخشان کې د مسګرانو بازار له ځوړتیا سره مخ دي او نور د مسګرانو د څټک غږ نه اورېدل کېږي.

د بدخشان ولایت مسګران وایي چې د مسګرۍ صنعت په دغه ولایت کې د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله خراب شوی دی او که وضعیت داسې دوام وکړي دا لرغونی صنعت به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

محمد نعیم د بدخشان ولایت یو مسګر دی چې تر ۵۰ کلونو زیاته موده کېږي پر مسګرۍ بوخت دی. هغه وایي، د مسګرۍ صنعت د اهنګرۍ او ترکاڼۍ ترڅنګ د هېواد له لرغونو صنایعو څخه ګڼل کېږي چې یوه موده یې ښه بازار درلود؛ خو دغه صنعت اوس د له منځه تلو په حال کې دی.

د هغه په وینا له دې مخکې په بدخشان ولایت کې د مسي لوښو لسګونه لویې او کوچنۍ کارخونې فعالې وې؛ خو اوس دغه صنعت د خلکو له خوا هېر شوی دی.

هغه چې د خپل عمر په پنځو لسیزو کې مس په څټک وهلي دي خپل ژوند یې له مسو د جوړو شویو محصولاتو په پلور تېر کړی دی.

محمد نعیم اوس چندان پېردونکي نه لري او هره ورځ پېردونکو ته په تمه پاتې کېږي. هغه وایي: «خلکو او پېردونکو مې مسي لوښي هېر کړي دي.»

هغه زیاتوي: «۵۰ کاله کېږي چې مسګري کوم او ۷۰ کلن یم. زموږ کار څو کاله مخکې ښه و؛ خو یو یا دوه کاله کېږي چې کار نه لرو او دا کسب یوازې د ورځې تېرولو لپاره دی او بس. نور مواد هم نه موندل کېږي، که وموندل هم شي په بازار کې مس نشته. نور کار هم نشته، څه وکړم عمر مې په همدې کار کې تېر شو او ناچاره یم ترڅو چې ژوندی یم همدا کار وکړم.»

محمد نعیم دوام ورکړ: «مخکې دلته د مسګرۍ نږدې ۱۵ هټۍ وې. اوس شاید د مسګرۍ ۵ هټۍ وي او موږ ټول یوازې خپله ورځ تېروو او تش لاس کور ته ستنېږو.»

ویل کېږي په بدخشان ولایت کې د مسګرۍ صنعت سل کلنه مخینه لري؛ خو اوس د پخوا په څېر بازار نه لري.

په همدې حال کې د محمد نعیم د هټۍ ګاونډی محمد ابراهیم وایي: «درې کاله کېږي چې نعیم اکا پېژنم کسب یې مسګري ده او په دې وروستیو کې پېردونکي نه لري.»

محمد نعیم د ډېرې تجربې له امله چې په مسګرۍ کې یې لري، بدخشان کې د مسګرۍ صنعت د پلار په توګه پېژندل کېږي.

په همدې حال کې د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د مسګرۍ صنعت د ځوړتیا په تایید وایي، چې د دغه صنعت د بیا ودې لپاره هڅه روانه ده او په نږدې راتلونکي کې به د مسګرانو پروړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

هرات ولایت کې هم د مسګرۍ صنعت اوږده مخینه لري؛ خو په وروستیو کلونو کې د دغه ولایت د مسګرانو بازار هم له ځوړتیا سره مخ دی او هراتي مسګران د مسګرۍ بازار له وضعیته ډېر شکایت لري.