افغانستان

سرچينې: کندهار کې د یوې میاشتې پرمهال د هدفي بریدونو له امله ۱۵ تنه وژل شوي

له سويلي ولایت کندهار څخه باوري سرچينې وایي، چې په دغه ولایت کې په تېره نومبر مياشت کې په هدفي بريدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي، چې زيات شمېر يې طالبان دي.
سرچينې وايي، په منځني ډول په دغه ولایت کې په اوونۍ له درېيو تر پنځو کسان ترور شوي دي.
د بشري وضعیت د څارنې په برخه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه سرچينه وایي، لا نه ده څرګنده شوې، چې بريدونه د غچ اخستني په موخه ترسره شوي که بله انګيزه لري.
سرچينه زياتوي، چې هدفي بريدونه اوس هم روان دي.
یوه بله سرچينه بيا وایي، په تېره نومبر مياشت کې يوازي ۱۳ طالبان په غلچکي بريدونو کې وژل شوي دي.
خو له دې ټولو سره سره د خپلواکۍ د ازادي جبهې غړو په کندهار کې په تېره مياشت کې په درېيو جلا جلا بريدونو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون د څلورو طالبانو د وژلو او څلورو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.
د روان کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه، د خپلواکۍ د ازادۍ جبهې غړو د کندهار د يولسمي امنیتي حوزې اړوند عينو ميني له لومړۍ فوارې سره پر دوو موټرسایکل سپرو طالبانو بريد کړی، چې دواړه پکې وژل شوي دي.
د لیندۍ میاشتې په څلورمه د کندهار ښار له زړې قوماندانۍ سره د طالبانو پر پلې ګزمه بريد کړی، چې پکې يو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د روان کال د لیندۍ په اتمه د کندهار ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې پر يوه رنجر موټر بريد شوی، چې ددې ډلې د ادعا له مخي پکې يو طالب وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د خپلواکۍ جبهې د خپلو ټولو بريدونو ویډيوګانې هم پر خپله فسبوک پاڼه خپرې کړې، خو په دغو عملياتو کې یې خپل لوري ته د زیان اړولو په اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د طالبانو ولایتي مسوولين هم په دې اړه له خبرو ډډه کوي، خو د بريدونو په منځ کې د طالبانو مشر ملا هيب الله د شپې ناوخته د کندهار ښار او ولسوالیو له امنیتي مسوولينو سره په مخابره کې خبرې وکړې او هغوی ته يې د امنیت د ټینګښت سپارښتني وکړې.
د هدفي بريدونو ترڅنګ په دغه ولایت کې تېره مياشت درې داسي مړي هم موندل شوي، چې د شکنجې په حال کې وژل شوي وو.
د افغانستان د خپلواکۍ د ازادي جبهي د غړو د درېيو بريدونو ترڅنګ، چې پکې څلور طالبان وژل شوي وو، لا نه ده څرګنده شوې، ۷ نور کسان، چې طالبان هم پکې شامل وو د چا لخوا وژل شوي دي.