ورزش

ننګرهارکې د نابینایانو کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پيل شوې

ننګرهار کې د نابینایانو د کرېکټ ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي لپاره شل اوریزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تېرې سه شنبې په ورځ پیل او د شنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.

تنظیموونکی فضل غني بشردوست وایي، په دغو سیالیو کې د ختیځ زون په کچه لوبغاړي په دوو لوبډلو کې برخه لري، چې د کونړ او ننګرهار په لوبډلو کې لوبېږي.

بشردوست زیاتوي، چې دوی له ۲۰۱۳ کال راهیسې د نابینایانو د ملي لوبډلې د جوړېدو لپاره کار پيل کړی، چې د ننګرهار ترڅنګ په مزارشریف کې هم ورته سیالۍ روانې دي.

نوموړی وایي له دې سیالیو وروسته له لوبېدونکو لوبغاړو د ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شي او بیا به له هېواده د باندې د ملي لوبډلې په حیث لوبېږي.

بشردوست زیاتوي: «ختیځ زون نابینایان مو په دې خاطر راټول کړي، چې دلته ولوبېږي او ملي لوبدلې ته ترې ښه لوبغاړي وټاکو. دوی په درېیو کټګوریو کې لوبېږي، چې B1- B2 – B3 دي. او هر لوبغاړی چې په B1 کې یعني بشپړ نابینا دی شامل وي نو یوه منډه یې دوه، څلوریزه یې ۸  او شپږیزه یې ۱۲ منډې حسابېږي.»

بشردوست وایي چې د سیالیو موخه د نابینایانو هڅول دي، څو دوی په ټولنه کې د کمترۍ احساس ونکړي او خپل کارونه په خپله وکړي.

نوموړی وایي، په ټولنه کې نابینا د ټولنې بار ګڼل کېږي، چې له همدې امله دوی هڅه کوي، خلکو ته ثابته کړي، چې دوی هم د روغو انسانانو په څېر په لویو لوبغالو کې لوبېدلی شي.

نابینایان هم خوښ دي، چې ورته د لوبو زمینه برابره شوې او په لویو لوبغالو کې د نندارچیانو ترمنځ لوبېږي.

نابینا کرېکټ لوبغاړی عبدالحلیم وایي: «موږ ډېر خوشحاله یو، چې د روغو انسانانو په میدان کې لوېږي، مخکې مو چې د نورو هېوادونو لوبغاړو نه اورېدل چې نابینایان لوبېږي حیران به وو اوس مو عملي ولیدل چې موږ هم له چا کم نه یو.»

نوموړی وایي چې دوی ټوله لوبه د غوږونو په وسیله کنټرولوي او په توپ کې ځای پر ځای شوي شړنګاني دوی ته د لوبې لوری معلوموي، چې توپ په کوم لوري روان دی.

شاه محمد بیا له تخار ولایت نه ننګرهار لوبډله کې لوبېږي، وایي: «خوښ یم، چې لوبېږم او د خلکو په منځ کې د نابینایانو ځواک خلکو ته ښیم، غوښتنه لرم، چې خلک له نابینایانو سره مرسته وکړي او ملنډې پرې ونه وهي څو دوی خپلو هیلو ته ورسېږي.»

په زیات شمېر نندارچیان هم د نابینایانو د لوبې لیدو ته لوبغالي ته ورغلي.

د دوی له ډلې یوه هم صالحه ده، چې د لومړي ځل لپاره د نارینه وو ترڅنګ یوه نجلۍ په ننګرهار کې د نندارچیانو په منځ کې د لوبو ننداره کوي.

صالحه وایي، د خوښۍ احساس لري، چې نابینایانو لپاره د کرېکټ زمینه برابره شوې او دوی هم خپله وړتیا خلکو ته ښيي.

نوموړې وایي: «زه خوشحاله یم، چې د نابینایانو وروڼو لوبه ګورم، دا زما لپاره یو خیال دی، چې دا ډول حالت وینم، خلکو نه مې هیله ده چې معلولین وروڼه کمزوري ونه ګڼي او دوی باندې ملنډې ونه وهي دوی ته باید زمینه برابره شي، چې خپلې وړتیاوې وښيي.»

د کرېکټ دا سیالۍ د نورو عادي او روغو انسانانو سره په لږ توپیر ترسره کېږي، چې یوازې لوبغالی کوچنی او په توپ کې ګونګري یا شړنګاني ځای پر ځای شوي او توپ اچوونکی توپ په ځمکه د توپ وهونکي په لوري ور اچوي او هغه یې هم د غږ له تشخیص وروسته وهي.