فرهنګ او هنر

په زابل کې یوه کس یو شمېر تاريخي اثار نندارې ته اېښې دي

نجيب الله رحمتي چې له ماشومتوبه یې د تاريخي اثارو له ساتلو سره مینه لرله، د زابل په ګډون يې د هېواد له نورو ولايتونو سلګونه تاريخي اثار راټول او نندارې ته اېښې دي.

د رحمتي په خبره چې له دې کاره یې موخه د خپلو تاريخي اثارو ساتل او بهر ته د هغوی د قاچاق مخنیوی دی، چې تر ډېره په خپلو موخو کې بريالی شوی دی.

نوموړی وايي چې په دغو توکو کې د اتمي، اوومي او شپږمې پيړۍ ډول ډول تاريخي اثار موجود دي او د نورو تاريخي اثارو د راټولو لپاره یې هم هڅې پيل کړې دي.

رحمتي زياتوي: «دا آثار مې د ځانګړي شوق او علاقې پر بنسټ راټول کړي او موخه مې د تاريخي اثارو ساتل او بهر ته یې د قاچاق مخنیوی دی، هره ورځ سيلانيان راځي او له دغو څخه ليدنه کوي.»

نوموړی وایي، که دولت ورسره همکاري وکړي ددې ترڅنک به یو کتابتون هم پرانیزي.

له دغو آثارو لیدونکي، د ښاغلي رحمتي ددې کار ستاینه کوي.

له موزيم څخه یو لیدونکی نور الله اسدي وايې چې حکومت دې د تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيسي او د هېواد د تاریخي آثارو د خوندیتوب لپاره دې ګامونه پورته کړي.

نوموړی زیاتوي: «موږ له حکومت (طالبانو ادارې) څخه غواړو چې د تاريخي اثارو د قاچاق مخه ونيسي ځکه تاریخي او لرغوني آثار د یوه ملت د تاریخ ښودنه کوي.»

له دغه نندارتونه یو لیدونکی محمد قاسم معصومي وايې، د ویاړ ځای دی چې يوه ځوان په شخصي لګښت ډول ډول تاريخي آثار راټول او نندارې ته یې اېښې دي.

معصومي زياتوي: «دا لوی نوښت دی چې د پېړیو یو شمېر تاریخي اثار دلته راټول نندارې ته اېښودل شوي.»

اخوا، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوی امر عبدالولي بشرمل هم د دغه کس د دې کار ستاینه کوي.

بشرمل زياتوي: «دغه کس یو شمېر تاريخي او لرغوني اثار راټول کړي او له دوی سره د تاريخي ابداتو په کتاب کي ثبت دي، موږ هڅه کوو ددغه راز آثارو خوندیتوب کې همکاري وکړو.»

د رحمتي په نوم د زابل ولایت دغه اوسېدونکي ۱۹۰۰ ډول ډول تاريخي آثار راټول او نندارې ته یې اېښي دي.