افغانستان

کابل ته د حنا رباني له سفر سره په یو وخت؛ د پاکستاني طالبانو تحریک له اسلام آباد سره اوربند پای ته ورساوه

کابل ته د پاکستاني پلاوي له راتلو سره په یو وخت، د پاکستاني طالبانو تحریک له اسلام آباد سره اوربند پای ته رسولی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سرحدي نښتو وروسته، یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی افغانستان ته راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله حنا رباني کهر، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان، د مالیې وزارت استازی او ددغه هېواد یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي په دې پلاوي کې شامل دي چې د سه شنبې په سهار کابل ته ورسېدل.

پاکستاني پلاوي ته د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال له خوا هرکلی ویل شوی دی.

دغه پلاوي لومړی د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې او تمه کېږي چې د سه شنبې ورځې تر پایه د عبدالسلام حنفي په ګډون د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې ددغه سفر په اړه خپره شوې راغلي، دغه پلاوی به له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، د زده کړو، سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ییز ارتباط او د سیمې اړوند نورو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې پاکستاني پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د نوي میکانیزم په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

همداراز په پاکستان کې د کډوالو د ستونزو اوارول، د کډوالو په تګ راتګ کې آسانتیا او اقتصادي موضوع ګانې هغه نور مسایلو دي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ یې په اړه خبرې اترې شوې دي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي له راتلو سره په یو وخت، د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان له حکومت سره خپل اوربند پای ته رسولی دی.

د دغه تحریک ویاند محمد خراساني په يوه پيغام کې رویټرز ته ویلي چې د پاکستاني پوځ پرخلاف خپل پوځي عملیات پيلوي.

یو شمېر پخواني ديپلوماتان وایي چې کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتلو موخه د نورو سیاسي مسایلو ترڅنګ، د پاکستاني طالبانو تحریک د ستونزې اوارول هم دي.

پخوانی ديپلومات سیدنورالله راغي باوري دي: «افغانستان ته د مېرمن رباني سفر بېلابېلې موخې لري. اسلام اباد غواړي د یوې مېرمنې په رالېږلو سره پر طالبانو فشار راوړي چې بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته پام وکړي. دوهم به د اقتصاد، سوداګرۍ او د افغانستان د سرچینو د لازیات تالان په اړه هم خبرې وکړي.»

هغه زیاته کړه: «درېيمه موضوع د ټي ټي پي ده. که څه هم دا موضوع پوځیان او ای اس ای پرمخ بیایي، خو مېرمن رباني ددې مسلې په اړه هم د ټي ټي پي د وروستیو څرګندونو له امله کابل ته راغلې ده.»

د سیاسي چارو شنونکی شفیق الله شفیق د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه وايي: «کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر او له طالب چارواکو سره کتنه دوې اصلي موخې لري. لومړۍ موخه؛ د پاکستان هڅه دا ده چې د طالبانو له لارې له پاکستاني طالبانو سره د سولې او خبرو زمینه برابره کړي. ځکه د تېر کال د اګست په ۱۵مه په کابل کې د حکومت له سقوط وروسته، د خپل حکومت خلاف وسله واله بریدونه او جګړه زیاته شوې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک په دې باور دی چې بالاخره به د افغان طالبانو په شان بریالي شي. له همدې امله په تېر څه د پاسه یوه کال کې افغان طالبانو تل هڅه کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک او ددغه هېواد د حکومت ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.»

په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ د پياوړتیا لپاره هڅې به له طالبانو سره د پاکستاني پلاوي د خبرو اصلي چورلیز وي.

دا افغانستان ته د حنا رباني کهر دوهم سفر دی. نوموړې له دې مخکې په ۲۰۱۲ کال کې کله چې مېرمن کهر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره وه افغانستان ته یې سفر کړی و او د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې کتنه او خبرې اترې کړې وې.