افغانستان

د کندهار خصوصي پوهنتونونو کې د طالبانو څارونکي کسان ګمارل شوي

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د نورو برخو د څارنې ترڅنګ په خصوصي پوهنتونونو کې هم خپل کسان ګمارلي دي.

د طالبانو له خوا په خصوصي پوهنتونونو کې ګمارل شویو کسانو ته باید د خصوصي پوهنتونونو له لوري معاش ورکړل شي.

د طالبانو له لوري ګمارل شوي کسان د استخباراتو او امر بالمعروف برخو اړوند دي.

په کندهار کې د مېروېس نیکه خصوصي پوهنتون يوه سرچينه وایي، چې د طالبانو لخوا يو تن د پوهنتون د ادارې په چوکاټ کې د مدير په بست کې ګمارل شوی، چې په پوهنتون کې د حجاب، د استادانو د لکچرونو د ډول، د نجونو او هلکانو د کډو ټولګیو ترمنځ د پردې د مراعاتولو ترڅنګ د طالبانو ضد ذهنتیونو د مخنیوي په برخو کې فعاليت کوي.

سرچينه وایي چې دغو کسانو ته د طالبانو په ټینګار د پوهنتون د ادارې له خوا تر ۱۵ زره افغانیو معاش ورکول کېږي.

د سرچينې په وینا ددې ترڅنګ طالبانو په ټولګيو کې هم ځينې محصلين د استادانو لکچرونو د څارنې په موخه جذب کړي دي.

د سرچینې په خبره دا ډول کړنې د زده کړو چاپېریال لا نور محدودوي.

ددغه پوهنتون یو مسوول وایي: «طالبانو سره مو ډېرې خبري وکړې، هغوی غوښتل، چې زيات کسان پوهنتون کې ولري، چې بلاخره په دې پرېکړه وشوه، يو تن وګمارل شي او د پوهنتون له لوري ورته معاش ورکړل شي. که څه هم دا زموږ لپاره سخت کار دی، خو مجبور يوو.»

په کندهار کې د ملالۍ په نوم يو بل خصوصي پوهنتون څخه سرچينه بيا وایی، چې تر اوسه د دوی په پوهنتون کې د طالبانو له لوري کوم څوک نه دی ټاکل شوی، خو د استخباراتو يو کس له دوی سره په همغږۍ د پوهنتون په فعالیتونو کې ونډه لري.

دغه سرچينه وایي د طالبانو له راتګ وروسته د پوهنتونونو د جندر برخه په اصلاح بدله شوې ده.

په کندهار کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد مهرالله بيا وایي، چې د طالبانو زيات محدوديت په ازاد ډول د زده کړو مخه نيسي.

نوموړی زیاتوي: «حقيقت دا دی، چې موږ باید په ازاد چاپېریال کې تدریس وکړو، له هغه پرته به د زده کړو اغېز کم وي.»

د کندهار د يو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو مسوولینو هم ویلي، چې د طالبانو استخباراتو اداې په دې اړه ورسره خبرې کړې دي.

د کندهار ولایتي مسوولينو او د امربالمعروف ادارې په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

په کندهار کې دا مهال شپږ خصوصي پوهنتونونه او تحصیلي بنسټونه فعاليت لري، چې ډېری يې د طب او سياسي علومو په برخو کې محصلين روزي.