ښځې

یوې مور له لوږې د خپلو ۵ ماشومانو د ژغورنې لپاره، خپله شپږ کلنه لور وپلورله

په غور ولایت کې یوې مېرمنې چې شپږ ماشومان لري، وایي، بې وزلۍ له امله اړ شوې چې خپله شپږ کلنه لور د ۲۰۰ زره افغانیو په بدل کې پر یوه سړي وپلوري.

دغه مور چې غواړي د نازنین په مستعار نوم وپېژندل شي، د آمو له خبریال سره په خبرو کې وایي چې ناوړه اقتصادي وضعیت اړ کړې چې یو نیم کال مخکې یوه لور چې شپږ کلنه وه ، په ۲۰۰ زره افغانۍ پر یوه سړي چې ترې پوروړی و وپلوري.   

۳۴ کلنه نازنین وايي، هغه کس چې لور یې اخیستې، نوموړې یې خپل زوی ته چې د دې نجلۍ په عمر دی، نکاح کړې.

نوموړې زیاتوي: «خپله شپږ کلنه لور مې د دې لپاره وپلورله چې پوروړې وم او فکر مې کاوه چې که هغه ونه پلورم، هم به خپله له لوږې مړه شي او هم مې نور ماشومان. هغه مې په ۲۰۰ زره افغانۍ وپلورله او څه د پاسه سل زره مې پوروړو ته ورکړې او اتیا زره افغانۍ مې نورو ماشومانو ته مصرف کړې، اوس هم د خوړلو لپاره څه نه لرم او د ورځې له خلکو ډوډۍ په خیرات غواړم.»

نازنین د خپلې لور پلورل په ژوندانه کې یې تر ټولو ترخه خاطره بولي او وایي که مرسته ورسره نه وشي، مجبوره ده خپله دوه کلنه لور هم وپلوري.

هغه زیاتوي: «ځینې وختونه مې چې لور کور ته راځي، ډاډمنېږم، کله چې راځي او ژاړي، خفه کېږم، کله چې د خپل خسر ته ستنېږي، ژوند راته ډېر سختېږي.»

له بلې خوا، نازنین له دې امله چې لور یې په هغه کور کې ده راضي ده. نوموړې وایي: «خوشحاله یم چې لږ ترلږه لور ته مې ډوډۍ ورکول کېږي. د خسر کور یې هغه ښوونځي ته لېږي؛ ځکه چې خاوند یې هم کوچنی دی.»

نازنین د پنځو ماشومانو مور او د کورنۍ د اړتیاوو برابرونکي ده. د نوموړې خاوند له څو کلونو راهیسې په نشه یي توکو روږدی دی.

هغه وایي چې بې وزلۍ، لوږې او د کلي له اوسېدونکو پور دې ته اړ کړم چې درې کاله مخکې د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار ته کډه وکړم. هغه وايي چې د کور کرایه او د خوراکي او په ژمي کې د سون توکو نشتوالي هغه اندېښمنه کړې ده.

نازنین د اوسني وضعیت او د خپلې لور د پلورلو لامل د طالبانو ډلې واکمني او په تېر څه د پاسه یوه کال کې د محدودیتونو زیاتوالی ګڼي.

دغه مور زیاتوي: «ژمی راغی، نه سون توکي او نه هم د خوړلو لپاره څه لرو، د کور کرایه چې د میاشتې زر افغانۍ ده، په لومړیو کې ښه و ځینو موسسو د پیسو او خوراکي توکو مرسته کوله چې د کور کرایه او مصرف مو کېده، له هغه وخته چې طالبان راغلي هېڅ هم نه لرو.»

نازنین د طالبانو له واکمنۍ مخکې د خلکو په کورونو کې جامې مینځلې؛ خو د بې وزلۍ او وزګارۍ په زیاتېدو سره یې کار له لاسه ورکړ.

هغه وايي چې په ځلونو د مرستې ترلاسه کولو لپاره مرستندویه بنسټونه ته ورغلې؛ خو هېڅ یوه بنسټ ورسره مرسته نه ده کړې.

نازنین له ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د روان کال په ژمي کې له اړمنو کورنیو سره په دقیقه توګه مرستې وکړي ترڅو د مرستو د حیف ومیل مخه ونیسي او دا مرستې واقعي اړمنو ته ورسوي.