سوداګري فرهنګ او هنر

کندهار کې د خاورينو لوښو صنعت د ودې په حال کې دی

۷۲ کلن محمد ظريف له تېرو ۵۰ کلونو راهیسي له خاورو د لوښو د جوړولو په صنعت بوخت دی.

نوموړی د کندهار ښار د ښکاپور دروازې په سيمه کې د خاورينو لوښو جوړولو د یوې کارخونې خاوند دی.

هغه وایي د ورځي تر ۱۵۰ بېلابېل خاورين لوښي جوړوي، چې د کندهار ترڅنګ په زابل، ارزګان، هلمند او هرات ولایتونو کې ښه بازار لري.

نوموړی زیاتوي: «موږ دلته له خاورو لوښي جوړو، هغه بيا پخوو او وروسته یې بيا پلورو. دغه لوښي اوس ښه بازار لري او خلک يې د يو ارزښت په توګه کاروي.»

نوموړی وایي چې دا مهال کندهار کې سلګونه کسان د خاورينو لوښو د جوړولو په صنعت بوخت دي.

د خاورينو لوښو جوړونکی صدیق الله وایي، له کلونو راهيسي د خاورينو لوښو د جوړولو له لارې د خپلي کورنۍ اړتیاوې برابروي. هغه زیاتوي، د خاورينو لوښو جوړول اسانه کار نه دی.

صدیق الله وايي: «دلته کار کوم او د خپلې کورنۍ اړتیاوې له همدې لارې پوره کوم، دا زما لپاره د پیسو ګټلو ښه سرچینه ده.»

په کندهار کې د خاورينو لوښو کارونکي بيا وایي، دغه لوښي ځکه کاروي، چې د خوړو د خرابېدو مخه نيسي او بيه یې هم ټيټه ده.

د خاورينو لوښو کاروونکی محمد ولي وایي، باور دا دی، چې خاورين لوښي خواړه ژر نه خرابوي او نه هم د خوړو خوند ته زيان رسوي.

هغه زیاتوي: «زه د خاورينو لوښو د پخولو دغه داش ته راځم او د شوق له مخې خاورين لوښي پېرم، ځکه ډوډۍ خوړول پکې خوند راکوي او دا زموږ له پخوانيو وختونو راپاتې صنعت دی.»

د خاورينو لوښو جوړول او کارول کندهار کې اوږده مخینه لري.

دغه لوښي د خوړو په برخه کې د کارونې ترڅنګ کورونو کې د ښکلا لپاره هم کارول کېږي.