افغانستان

د کډوالۍ نړیوال سازمان: زموږ په نوم له جعلکارانو ځان وساتئ

انځور- د آی او ایم پاڼې څخه

د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ایم) په افغانستان کې د یوې رسمي اعلامیې له لارې خپلو مخاطبانو او عامو خلکو ته جدي خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یو شمېر جعلکارو ډلو د دغه سازمان په نوم په غیرقانوني کړنو لاس پورې کړی دی.

د دغه سازمان د راپورونو له مخې، دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي چې ښيي ځینې کسان او شبکې د (IOM) له هویت او نوم څخه په ګټې اخیستنې، له اړمنو او کډوالو څخه د مرستو او همکاريو په بدل کې د پيسو یا د هغوی د شخصي معلوماتو غوښتنه کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه  خپاره شوي مکتوب کې ویلي:«مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان هېڅ ډول رسمي واټس‌اپ شمېره نلري. »

په مکتوب کې دغه راز زیاته شوې : «له همدې امله، هر هغه واټس‌اپ اکاونټ یا په ټولنیزو رسنیو کې پاڼه چې ادعا کوي د دغه سازمان په استازیتوب کار کوي او د خدماتو په بدل کې پيسې غواړي، جعلي ده او باید په پوره احتیاط ورسره چلند وشي.»

یاد بنسټ روښانه کړې، چې په افغانستان کې د دوی ټولې مرستې او خدمات په بشپړ ډول وړیا دي. د (IOM) کارکوونکي هېڅکله او په هېڅ ډول شرایطو کې له چا څخه د ټولنیزو رسنیو یا غیر رسمي ادرسونو له لارې د پيسو غوښتنه نه کوي او نه هم د چا شخصي اسناد پر دغو لارو غواړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان له ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه له کډوالو او بې‌ځایه شویو کورنیو څخه غوښتي چې د هر ډول مشکوکو پیغامونو، تلیفونونو او یا غوښتنو په لیدو سره سمدستي له دوی سره اړیکه ونیسي.

د همدې موخې لپاره، یاد سازمان د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د اړیکې وړیا او رسمي شمېره (۴۱۰) اعلان کړې ده، ترڅو خلک وکولای شي خپلې پوښتنې او د جعلکارۍ په اړه خپل شکایتونه په مستقیم ډول له دوی سره شریک کړي.