لویدیځه اسیا

د اوکراین په خیرسون سیمه کې د روسیې په بریدونو کې ۵ کسان ووژل شول

انځور- ارشیف څخه

د اوکراین د سویلې سیمې خیرسون والي ویلي، چې د جمعې په ورځ په دریو جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي دي.

د یادې سیمې والي، اولکساندر پروکودین په خپل ټیلیګرام کې لیکلي، چې د خیرسون په اصلي ښار کې د روسیې په یو برید کې د ۷۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ درې تنه مړه شوي، چې جسدونه یې په ویجاړو شویو کورونو کې موندل شوي دي.

د پروکودین په وینا، د ښار په شمال کې د تېلو پر یوه ټانک (پمپ سټیشن) بل برید کې یو تن وژل شوی او ۷ نور ټپیان دي.

همداراز د جمعې په ماښام د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په یو بل برید کې د خیرسون شمال لوري ته په یوه کلي کې یو سړی وژل شوی دی.

خیرسون د اوکراین له هغو څلورو سیمو څخه ده چې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له برید شپږ میاشتې وروسته، د مسکو لخوا په رسمي ډول له خپلې خاورې سره وتړل شوه.

روسي ځواکونو د جګړې په لومړیو کې د دې سیمې ډېرې برخې ونیولې، خو وروسته اوکرایني ځواکونو د خیرسون د اصلي ښار په ګډون ځینې سیمې بېرته ونیولې. له هغه وخت راهیسې، دا سیمې تل د روسیې تر سختو بریدونو لاندې دي.

بل لور ته، د روسیې په لوېدیځه سیمه «بلګورود» کې، چې ډېری وخت د اوکراین لخوا په نښه کېږي، ځایی چارواکو ویلي چې د اوکراین د یوې ډرون الوتکې په برید کې د یو موټر چلوونکی وژل شوی دی.

روسیې او اوکراین دواړو د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي.