نړیوال بانک په خپل نوي میاشتني راپور کې ویلي، سره له دې چې د افغانستان اقتصادي وده خورا محدوده ده، خو د ۲۰۲۶ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو په عوایدو کې د تېرې میاشتې په پرتله څه باندې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په راپور کې راغلي چې طالبانو پهدې میاشت کې نږدې ۲۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.نړیوال بانک وایي چې د طالبانو د عوایدو لویه برخه د مالیاتو له راټولولو څخه ترلاسه شوې ده.
بلخوا، د دغه راپور له مخې، د طالبانو امنیتي لګښتونه د هغوی د ټولو مصرفونو ۵۱ سلنه جوړوي چې کچه یې ۷.۱ ملیارده افغانیو ته رسېږي.
نړیوال بانک زیاتوي، د نفوس د زیاتوالي له امله رامنځته شوي فشارونه په افغانستان کې د خلکو د ژوند د کچې د خرابېدو لامل شوي دي.
د راپور پر بنسټ، د طالبانو په مالیاتي عوایدو کې ۵.۸ سلنه او په غیرمالیاتي عوایدو (لکه د سړکونو او ټرانسپورټ محصول، د پاسپورټ فیس، د عبوري الوتنو محصول، او د اوسپنې پټلۍ او مخابراتو خدماتو عوایدو) کې ۴.۵ سلنه زیاتوالی راغلی؛ خو په ګمرکي عوایدو کې بیا کموالی لیدل شوی دی.
ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان ملي بودیجه پټه ساتلې او د ملي عوایدو د حیف او میل کېدو احتمال خورا زیات دی.
د لګښتونو په برخه کې، په داسې حال کې چې امنیتي برخو ته ۵۱ سلنه (۷.۱ ملیارده افغانۍ) ورکړل شوي، ملکي برخو او د عامه خدماتو پروګرامونو ته بیا ۶.۹ ملیارده افغانۍ (۴۹ سلنه) ځانګړې شوې دي.
بلخوا، د نړیوال بانک ډاټا ښيي چې افغانستان په اپرېل میاشت کې د ۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
ایران (۳۱.۴ سلنه)، متحده عربي امارات (۱۲.۵ سلنه) او چین (۱۰.۵ سلنه) د افغانستان د وارداتو تر ټولو سترې سرچینې بلل شوې دي.
د موندنو له مخې، د افغانستان سوداګریز کسر په اپرېل میاشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۳ سلنه زیات شوی او نږدې ۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
راپور زیاتوي چې له پاکستان سره د پولو د تړل کېدو او په منځني ختیځ کې د شخړو له امله د سوداګرۍ د ګډوډۍ په نښه، د هېواد په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۳ سلنه کموالی راغلی دی.
پهدې موده کې هند، چین او ایران د افغاني توکو تر ټولو لوی صادرېدونکي هېوادونه وو.
