افغانستان

په بغلان کې سېلابونو ۱۵ کسان مړه کړي

بغلان کې د طالبانو د والی ویاند خپلواک فاروقي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ولایتي مسوولینو په وینا، دغه خونړي او ویجاړونکي سېلابونه په مرکزي برکه، مرکزي بغلان، د پلخمري په ډنډغوري او دهنه غوري ولسوالیو کې راوتلي دي.

بلخوا د بغلان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست تایید کړې ده، چې یوازې د تېرې شپې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي.

یاد ریاست زیاتوي چې د دغو سېلابونو له امله له ۲۰۰ څخه زیات د استوګنې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ یا سخت زیانمن شوي دي.

د ځانګړو ارقامو له مخې، په دغو اغېزمنو شویو ولسوالیو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او د خلکو کښتونه هم اوبو وړي او له‌منځه تللي دي.

ورته مهال راپورونه ښيي چې سېلابونو د بغلان ترڅنګ په بدخشان ولایت کې هم خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي، چې د تلفاتو په اړه یې د معلوماتو راټولول روان دي.

د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي د ملي ادارې سرچینې ښيي، چې د وري له ۶مې نېټې راهیسې په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۵۰ کسان مړه شوي او ۳۴۴ تنه نور ژوبل شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دغه موده کې له ۱۷ زره او ۳۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي او همدا راز په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم له‌منځه تللي دي.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د ډېر زیان‌پذیرۍ له امله، تل د ناڅاپي سېلابونو, سختو وچکالیو او د هوا د ناوړه شرایطو شاهد وي.