د امریکا متحده ایالاتو او ایران د پنجشنبې په ورځ د تهران د غني شویو یورانیمو د زېرمو او د هرمز تنګي د کنټرول پر سر خپل مخالف دریځونه تکرار کړل، که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې په خبرو کې «ځینې ښې نښې» لیدل شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد به یې په پای کې د ایران د لوړ غني شوي یورانیمو زېرمې ترلاسه کړي؛ واشنګټن باور لري چې دا زېرمې د اتومي وسلو لپاره دي، خو تهران وايي چې هدف یې یوازې سوله ییز دی.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ به دا زېرمې ترلاسه کړو. موږ ورته اړتیا نلرو او نه یې غواړو. احتمالاً له ترلاسه کولو وروسته به یې له منځه یوسو، خو هغوی ته یې نه پرېږدو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبریالانو ته وویل، که تهران د هرمز په تنګي کې د باج یا حقالعبور (ټول) اخیستلو سېسټم پلي کړي، ډیپلوماټیک حل به ناممکن شي؛ خو هغه زیاته کړه چې په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی.
روبیو وویل: «ځینې ښې نښې شته. زه نه غواړم ډېر هیلهمن اوسیږم… نو راځئ وګورو چې په راتلونکو څو ورځو کې څه پېښېږي.»
رویټرز وايي یوې لوړپوړي ایراني سرچینې د پنجشنبې په ورځ ورته ویلي چې تر اوسه کومه هوکړه نده شوې، خو فاصلې کمې شوې دي؛ هغې زیاته کړه چې د ایران د یورانیمو غني کول او د هرمز پر تنګي د تهران کنټرول لا هم د اختلاف اصلي ټکي دي.
د تېلو بیې د پنجشنبې په ورځ په بازارونو کې د جګړې د پای ته رسېدو د ناڅرګند برخلیک له امله یو ځل بیا د بدلون سره مخ او راکمې شوې.
د ټرمپ له څرګندونو وړاندې، دوو لوړپوړو ایراني سرچینو ویلي و چې د ایران ستر رهبر ایتالله مجتبی خامنه اې یو لارښود صادر کړی چې له مخې یې یورانیم باید بهر ته ونه لېږدول شي.
ټرمپ دغه راز د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو په بدل کې د فیس اخیستلو په اړه د تهران پر پرېکړې سخت انتقاد وکړ او ویې ویل: «موږ غواړو دا لاره پرانیستې او وړیا وي. موږ باج نه غواړو، دا د اوبو یوه نړیواله لاره ده.»
ټرمپ ویلي که له ایراني مشرتابه څخه “سم ځوابونه” ترلاسه نکړي، چمتو دی چې پر ایران هغه بریدونه بېرته پیل کړي چې امریکا او متحد یې اسراییل د فبرورۍ په وروستیو کې پیل کړي وو.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې نوي بریدونه به له سیمې بهر د غبرګون او جګړې لامل شي.
که څه هم د شپږ اونیو نازک اوربند راهیسې خبرو اترو لږ پرمختګ کړی، خو درېیو سرچینو روېټرز ته ویلي چې د منځګړیتوب اصلي لوبغاړی، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ د نورو خبرو لپاره تهران ته روان و.
دې کړکېچ د تېلو د لوړو بیو او انفلاسیون له امله نړیوال اقتصاد ته سخت زیان رسولی او ټرمپ هم د نومبر میاشتې تر منځمهالو ټاکنو وړاندې په کور دننه له سیاسي فشارونو سره مخ دی.
تهران پدې اونۍ کې خپل وروستی وړاندیز امریکا ته سپارلی چې پهکې د هرمز تنګي کنټرول، د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو لیرې کول او د کنګل شویو شتمنیو خلاصول شامل دي؛ هغه شرایط چې ټرمپ مخکې رد کړي وو.
د انرژۍ نړیوال اژانس (آی ای اې) خبرداری ورکړی چې دغه کړکېچ د نړۍ تر ټولو بد د انرژۍ ټکان تولید کړی او د اوړي په میاشتو کې د تېلو د کمښت له امله بازار ښايي په جولای او اګسټ کې “سرخ زون” یا خطرناک پړاو ته ننوځي.
ایران وایي هدف یې دا دی چې د هرمز تنګی د هغو هېوادونو پر مخ پرانیزي چې د دوی شرایط او فیس مني، خو مارکو روبیو دا کار په بشپړ ډول غیرقانوني او د نړۍ لپاره یو ګواښ بللی دی.
