د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د دغه هېواد له دولتي خبري اژانس (ټاس) سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران نوي مشران د خپلو تېرو مشرانو په څېر، د اتومي وسلو د نه لرلو پر ژمنه ولاړ دي او د داسې وسلو د جوړولو نیت نلري.
ریابکوف زیاته کړه: «هیڅوک پهدې بحث نه کوي چې ایران باید اتومي وسلې ولري؛ دا مسله د ایران د تېرو او اوسنیو مشرانو لخوا منل شوې او تایید شوې ده.»
د روسي ډیپلوماټ په وینا، ایران د اتومي وسلو د نه خپرېدو له نړیوالې تړون (NPT) څخه هیڅکله نه دی په شا شوی او خپلو ژمنو ته ژمن دی.
خو هغه ټینګار وکړ چې د دغه تړون له مخې، ایران حق لري چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس (IAEA) تر څارنې لاندې د سوله ییزو موخو او د یورانیمو د بډایه کولو په ګډون له اتومي انرژۍ څخه ګټه پورته کړي.
هغه زیاته کړه چې دا د ایران د ملت حق دی او بهرني هېوادونه پرې د مداخلې حق نلري.
ریابکوف دغه راز تایید کړه چې مسکو چمتو دی د امریکا او ایران ترمنځ په روان پوځي کړکېچ کې منځګړیتوب او هر اړخیزه مرسته وکړي، ترڅو د نوې جګړې مخه ونیول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن د ایران د ۲۰ کلن اتومي فعالیت د بندولو غوښتنه کړې، خو تهران دا غوښتنه د خپل ملي حاکمیت خلاف بللې ده.
