د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي آر) په خپل نوي راپور کې ویلي، که څه هم په منځني ختیځ کې پوځي نښتې تر ډېره کمې شوي، خو په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې لا هم په خپل ځای پاتې او «سختې» دي.
د دغه بنسټ په وینا، د کډوالو ستونزو اوس نوی رنګ اخیستی چې په کې سختې اقتصادي ستونزې، د استوګنې د اسنادو د تمدید بندیزونه او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی شامل دي.
راپور زیاتوي چې په تېره مارچ میاشت کې د کډوالو اصلي اندېښنه د جګړې او هوايي بریدونو له امله د ځاني خوندیتوب وه، خو اوس د خوړو، کورونو د کرایې، د روغتیايي بیمې د لوړ لګښت او نغدو پیسو نشتوالی تر ټولو لوی ګواښونه دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» ویلي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ پر افغانستان دروند بار اچولی؛ ځکه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته، له ایران او پاکستان څخه د بېرته راستنو شویو افغانانو شمیر په بې ساري توګه ۱۹۰ زره تنو ته لوړ شوی چې فرضي کرښې ته څیرمه ولایتونه یې له جدي فشار سره مخ کړي دي.
اوچا دغه راز خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي د بندښت او سمندري ګډوډۍ له امله د تېلو بیې، د لېږد لګښتونه او د خوراکي توکو قېمتونه خورا لوړ شوي دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې هغه څه چې په پیل کې یوازې یو اقتصادي شاک و، اوس په ښکاره ډول د خلکو د پېرلو د ځواک د کموالي او بشري ناورین لامل شوی دی.
