افغانستان ښځې

ننګرهارـ دره نور؛ د ژمي یخه څپه او د شیمل د ښځو سخت ژوند

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ  د شیمل سیمې ښځې او ماشومان د ژمي په دې یخنۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

بي بي ګل له هغو ښځو څخه ده، چې شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري او د ژوند سختې شېبې زغمي.

هغه له آمو تلوېزیون سره په خبرو کې وایي، د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره سختو کارونو ته اړ شوې او له غره په دې کمزوري بدن لرګي راټولوي.

بي بي ګل وایي، د دې په څېر لسګونه نورې مېرمنې هم شته، چې په کروندو کې کار کوي او د غره له لوړو برخو په شا لرګي راوړي او په پیسو یې پلوري.

نوموړې زیاتوي: «زه په ناروغ بدن دا سخت کار کوم، بدن او سترګې مې درد کوي، پیسې نشته چې د ځان لپاره درمل واخلم، په کار کولو نوره ستړې یم، جامو، اوړو او نورو توکو ته اړتیا لرم، له ما سره باید مرسته وشي څو خپل ژوند ښه پرمخ بوځم.»

د دره نور اوسېدونکی الله نور وایي، د شپې په درېیو بجو ښځې او ماشومان ځو او له غره لرګي راکوزوو؛ څو د خپل ژوند اړتیاوې پرې برابرې کړو.

نوموړی زیاتوي نارینه توان لري، خو مېرمنې له بیا سخت وضعیت سره مخ وي او له ۶ کیلومټره لیرې لرګي راوړو.

الله نور وايي: «۳ نیمې بجې د شپې د ښځو په ګډون غره ته ځو او لرګي راوړو، د ورځې تر ۲۰۰ افغانیو ګټو، له ۶ کیلو متره لیرې سیمې لرګي راوړو، ډېر وختونه مېرمنې د لرګیو د راکوزولو پرمهال په لاس یا پښو ټپي کېږي.»

د شیمل اوسېدونکی خنجر وایي د ورځې تر لس منه لرګي له غره را ښکته کوي او په بدل کې ۲ تر ۲۵۰ افغانۍ اخلي او کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کوي.

هغه وایي: «موږ لس منه لرګي را ښکته کوو، بیا یې پلورو کله ۲۰۰ شي او کله ۲۵۰ افغانۍ بیا کورته پرې د اړتیا وړ توکي اخلو.»

علي شاه هم د دره نور اوسېدونکی دی او د لرګیو پېر پلور کوي.

هغه وایي: «موږ دلته په تمه یو، دغه ښځې او ماشومان له غره په سختیو لرګي راوړي او موږ یې په ۳۰ تر ۳۵ افغانۍ ترې اخلو، دلته یې ټولوو او بیا یې یو ځای ښار په کې خرڅوو.»

دا ښایي د هېوادوالو د ژوند د سختو یوه کوچنۍ بېلګه وي، خو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ښځې او ماشومان تر دې له سخت حالت سره مخ دي او درانه او سخت کارونه کوي ترڅو په اوسنیو شرایطو کې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

د نظر خاوندان په دې باور دي، که واکمن چارواکي ولس ته ریښتینی خدمت کوي نو لومړی دې دغه ډول بې وزله خلکو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي او ولس دې د لوږې له ناورینه وژغوري.