د بېجینګ په زړه کې د نړۍ د دوو سترو قدرتونو ترمنځ یوه داسې لیدنه وشوه چې نړۍ ورته سترګې نیولې وې.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل سفر په پیل کې د شي جین پینګ په صفتونو کې هیڅ سپما ونه کړه او هغه یې یو «لوی رهبر» او ځان یې د هغه «ویاړلی ملګری» وباله.
ټرمپ حتی دا لیدنه د تاریخ تر ټولو لویه سرمشریزه یاده کړه او هیله یې وښوده چې د دواړو هېوادونو اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.
خو بل لور ته د چین ولسمشر شي جین پینګ که څه هم د سوداګریزو خبرو له پرمختګه خوښ ښکارېده، خو د تایوان په مسله کې یې خورا توند او جدي خبرداری ورکړ.
شي په ډاګه کړه چې تایوان د دوی لپاره تر ټولو حساسه موضوع ده او که امریکا په دې برخه کې کومه غلطه محاسبه وکړي، نو دا کار به دواړه هېوادونه د خطرناک ټکر او حتی د جګړې تر پولې ورسوي.
دا سفر د ټرمپ لپاره په داسې حال کې خورا مهم دی چې د ایران جګړې او په امریکا کې دننه قیمتۍ د هغه محبوبیت یو څه اغېزمن کړی، نو ځکه هغه هڅه کوي چې له چین سره د لویو سوداګریزو معاملو له لارې خپل اقتصاد ته ساه ورکړي.
هغه غواړي په چین باندې خپلې بوینګ الوتکې او کرنیز محصولات وپلوري او په بدل کې یې چین هیله لري چې امریکا پر ټیکنالوژۍ لګېدلي بندیزونه یو څه نرم کړي.
په دغه سفر کې د ایلون مسک او جېنسن هوانګ په څېر د نړۍ مشهور میلیاردران هم له ټرمپ سره ملګري دي ترڅو د چین بازارونو ته خپله لاره لا هواره کړي.
د ایران د جګړې پای ته رسول هم د خبرو یوه بله ګرمه موضوع وه، چې ټرمپ یې د حل لپاره د چین مرسته غواړي، خو معلومه نه ده چې بېجینګ به د خپل نږدې ملګري تهران په وړاندې څومره فشار ته غاړه کېږدي.
که څه هم په لیدنه کې د ماشومانو لخوا د ګلونو په ورکولو او تشریفاتو کې خورا دوستانه فضا حاکمه وه، خو د تایوان پر سر د شي جین پینګ خبرداري وښوده چې د دغو دوو قدرتونو ترمنځ لا هم د جګړې او صلحې تله لړزانه ده.
