سیاست

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار: افغانستان کې تر ۸ زرو ترهګر روزل کېږي

انځور- رانا ثناءالله

رانا ثناءالله چې د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار دی د خپل هېواد سنا مجلس (سېنټ) ته وویل، چې دا مهال په افغانستان کې له «۷ تر ۸ زرو» پورې کسان ترهګریزې زده کړې ترلاسه کوي.

هغه ادعا وکړه چې دغه کسان د «هندوستان او اسرائيلو» په مالي ملاتړ روزل کېږي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

رانا ثناءالله ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې به هېڅ ډول جوړ جاړی ونه کړي او د ترهګرو پټنځایونه به په نښه کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر سناتور عطاالرحمن پر حکومت نیوکه وکړه چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان یې ترهګرو ته پرېښي دي.

سناتور عطاالرحمن په سنا کې وویل: «ولې زموږ په وینو کې سپین‌والی راغلی؟ ولې د پښتونخوا د خلکو ژوند ته ارزښت نه ورکول کېږي؟»

هغه تور پورې کړ چې حکومت یوازې د قوانینو پر جوړولو بوخت دی او د لکي مروت او بنو امنیتي حالت ته پام نه کوي.

سناتور دغه راز  زیاته کړه په داسې حال کې چې پښتونخوا په وینو کې سره کیږي، د صوبې اعلي وزیر په «سیاحتونو» بوخت دی.

د پارلماني چارو وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري د عطاالرحمن خبرې رد کړې او ویې ویل چې حکومت د بنو او لکي مروت پر پېښو دردمن دی او دا مهال په سیمه کې استخباراتي عملیات (IBOs) دوام لري.

رانا ثناءالله هم وویل چې لومړي وزیر شهباز شریف لا دمخه پر افغانستان غږ کړی چې «یا پاکستان غوره کړي او یا ترهګري».

هغه زیاته کړه تر څو چې په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه او د روزنې مرکزونه له منځه نه وي وړل شوي، پاکستان به خپلو بریدونو او عملیاتو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په ګډون د ترهګرو ډلو شتون او فعاليت رد کړی او ويلي یې دي، چې «هېچا ته» اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

بلخوا د طالبانو چارواکو تر دې مخکې د ټي‌ټي‌پي فعالیتونه او د هغوی له خوا د پاکستان په خاوره کې بریدونه د دغه هېواد کورنۍ مسله بللې او ټینګار یې کړی چې اسلام‌اباد باید دا ستونزه د خپل هېواد دننه حل کړي.

سره له دې هم، پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کابل په ګډون د افغانستان پر بېلابېلو برخو وخت ناوخته هوايي او د توپخانې بریدونه کړي دي؛ هغه اقدام چې پاکستاني چارواکي یې په اړه ادعا کوي چې «ترهګریز اهداف» یې په نښه کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو سازمانونو راپورونه ښيي چې په دغو بریدونو کې، په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید په ګډون، تر اوسه سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

طالبانو او پاکستان د دغو کړکېچونو او نښتو په ترڅ کې تر اوسه په قطر، ترکیه، سعودي عربستان او چین کې څو پړاوه خبرې اترې کړي؛ خو دغه مذاکرات تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ د سولې لامل شوي نه دي.