اروپایي کمیسیون فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې ځینې طالب چارواکي بروکسل ته وبولي، ترڅو افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه ورسره خبرې وکړي.
دې موضوع ته نږدې سرچینو یاد اژانس ته ویلي، چې ټاکل شوې په دې اړه «ډېر ژر» کابل کې طالب چارواکو ته یو لیک واستول شي، ترڅو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دغې ناستې نېټه وټاکل شي.
په راپور کې راغلي چې دا سفر له سویډن هېواد سره په همغږۍ ترتیب شوی او په همدې تړاو افغانستان ته د اروپایي چارواکو له دوو سفرونو وروسته ترسره کېږي؛ خو تر اوسه یې کره نېټه نه ده معلومه.
د اروپایي ټولنې د اجراییوي پلاوي ویاند ویلي، چې د دغې ټولنې چارواکي دا مهال «په بروکسل کې د افغانستان له بالفعل (طالب) چارواکو سره په تخنیکي کچه د یوې احتمالي ناستې پر لومړنیو چارو کار کوي.»
د یادولو وړ ده چې دا مهال د کډوالۍ د سیاستونو د سختولو په لړ کې، د اروپایي ټولنې شاوخوا ۲۰ هېوادونه پر دې غور کوي چې څنګه افغان کډوال، په ځانګړې توګه هغه کسان چې جنايي جرمونه یې کړي، بېرته افغانستان ته واستوي.
تېر اکتوبر میاشت کې څو هېوادونو له اروپایي ټولنې غوښتي وو، چې د دې موضوع د پرمخ وړلو لپاره ډیپلوماټیکې او عملي لارې چارې پیدا کړي.
د اروپایي کمیسیون ویاند زیاته کړه: «په همدې تړاو، د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې کابل کې یوه تخنیکي ناسته شوې وه او اوس اروپایي ټولنه له سویډن سره په ګډه کار کوي چې دا بحثونه په بروکسل کې تعقیب کړي.»
اروپا ته د طالب چارواکو دا ډول سفرونه د بشري حقونو او د کډوالو د حقونو د مدافعانو له پراخو پوښتنو او نیوکو سره مخ دي؛ ځکه دا د هغو چارواکو سره تعامل بلل کېږي چې اروپایي ټولنې په رسمیت نه دي پېژندلي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته سخت قوانین پلي کړي چې له امله یې په نړیواله کچه منزوي شوي دي.
بلجیم ته د طالبانو د ننوتلو لپاره ځانګړي معافیت ته اړتیا ده، چې فرانس پریس وایي بلجیمي چارواکي په تیوریکي ډول دې کار ته چمتو ښکاري.
د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د اروپا دا فشارونه په داسې حال کې دي چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی.
د بشري حقونو فعالانو او د افغان ښځو استازو په وار وار له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د بشري حقونو او د ښځو د ځپلو له امله له طالبانو سره له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي.
