ورزش

افغان ورزشکار علي بلال د امریکا د «نیویارک پرو» سیالیو اتل شو

علی بلال افغان بدنساز

افغان بدنساز او د تن ښکلا وتلي ستوري علي بلال، په امریکا کې د «نیویارک پرو»معتبرو سیالیو په پایلوبه کې خپل برازیلي سیال «ادوان پالمیرا» ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو د اتلولۍ لقب یې په خپل نوم کړ.

دغه سیالۍ د جمعې په شپه د نارینه وو د «آزاد فزیک» په برخه کې ترسره شوې، چې علي بلال پکې د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې د برازیل استازي ادوان پالمیرا دویم او د اندونیزیا استازي ایسای کسیک درېیم مقامونه خپل کړل.

د یادولو وړ ده چې علي بلال تر دې وړاندې هم د نیویارک پرو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

نوموړی د افغانستان په کچه یو له تر ټولو بریالیو ورزشکارانو شمېرل کېږي چې په خپل کارنامه کې د ۲۰۲۴ کال د «آرنولد کلاسیک» اتلولي او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د نړۍ د تر ټولو معتبرو سیالیو «مستر المپیا» د فزیک په برخه کې د دوه ځلي نائب قهرمانۍ ویاړونه هم لري.