د کډوالۍ نړۍوال سازمان (آی او ایم) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ایران کې د اقتصادي فشارونو زیاتوالي، د کډوالۍ د تګلارو بدلون او د ژوند سختو شرایطو له دغه هېواده د افغان کډوالو د راستنېدلو کچه لوړه کړې ده.
دغه بنسټ په خپل راپور کې د زینب او د هغې د ورور علي کیسه بیان کړې؛ هغه خور او ورور چې په ایران کې له کلونو ژوند وروسته اړ شول چې افغانستان ته راستانه شي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، دا دواړه داسې یو هېواد ته ستانه کړل شوي چې مخکې یې کله هم په کې ژوند نه و کړی.
د راپور له مخې، ۱۹ کلنه زینب او ۱۷ کلن علي دواړه په ایران کې زېږېدلي وو او کورنۍ یې له کلونو راهیسې هلته اوسېده، خو په کاري پېښه کې د پلار له مړینې وروسته یې د قانوني اسنادو د جوړولو لړۍ نیمګړې پاتې شوه او خدماتو ته یې لاسرسی له منځه لاړ.
زینب وایي، د پلار له مړینې وروسته دوی زدهکړې پرېښودې او کار ته یې مخه کړه؛ زینب خیاطي کوله او علي د برېښنا کار کاوه.
د هغې په وینا، د ژوند وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېده او په ورته وخت کې یې ورور علي پر موټر سایکل د سپرو کسانو په برید کې سخت ټپي شو چې پښه یې څو ځایه ماته شوه.
بالاخره دغه خور او ورور په ۲۰۲۵ کال کې پرېکړه وکړه چې ایران پرېږدي او له لس ورځني سفر وروسته د اسلامکلا له لارې افغانستان ته داخل شول.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، زینب او علي ته یې په اسلامکلا کې لومړنۍ مرستې لکه خواړه، اوبه، روغتیایي خدمات او رواني مشورې ورکړې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې یوازې تېر کال یې له ایران څخه د راستنو شویو څه باندې ۲۹۳ زره کډوالو ملاتړ کړی او له هغې ډلې یې ۴۵ زره تنو ته ځانګړي خوندي خدمات وړاندې کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې لا هم دا لړۍ دوام لري او راستنېدونکي افغانان له سختو اقتصادي ستونزو او بېسرنوشتۍ سره مخ دي.
