سیاست

ټرمپ د ایران جګړې د چټک پای ته رسېدو وړاندوینه وکړه

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټکل کړی چې له ایران سره روانه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې تهران دا مهال د امریکا پر هغې وړاندیز شوې طرحې غور کوي چې موخه یې په رسمي ډول د جګړې درول دي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «دوی (ایرانیان) ډېر غواړي چې هوکړه وکړي.

موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خورا ښې خبرې درلودې او دا ډېره شونې ده چې یوې معاملې ته ورسېږو.» هغه زیاته کړه چې دا کړکېچ به «ژر پای ته ورسېږي.»

د با خبره شنونکو په وینا، د امریکا په دغه یو مخیز وړاندیز کې د جګړې د رسمي پای یادونه شوې، خو د ایران د اټومي پروګرام د ځنډولو او د هرمز تنګي د پرانیستلو په څېر مهمې غوښتنې په کې په نښه شوې نه دي.

د پاکستاني منځګړو په وینا، که دواړه لوري پر دغه لومړني یادښت هوکړه وکړي، دا به د یوې بشپړې هوکړې لپاره د ۳۰ ورځنیو جدي خبرو پیل وي.

ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ډېر ژر به خپل ځواب وړاندې کړي، خو د دغه هېواد د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې ویاند، ابراهیم رضايي دا طرحه «د واقعیت پر ځای د امریکا د هیلو لېست» بللی دی.

د ایران د پارلمان رییس، محمد باقر قالیباف هم په ټولنیزو پاڼو کې په ملنډو لیکلي چې د امریکا تبلیغاتي هڅې د هرمز تنګي په پرانیستلو کې د دوی د ناکامۍ پټولو لپاره دي.

د دغو ډیپلوماټیکو خبرونو له خپرېدو سره سم، په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې ۱۱ سلنه راټیټې شوې او د فی بیرل بیه ۹۸ ډالرو ته راښکته شوه.

که څه هم ټرمپ د بېړیو د بدرګې عملیات ځنډولي، خو د امریکا پوځ لا هم د ایران پر بېړیو خپله کلابندي ساتلې او تازه یې د ایران په یوې خالي تېل لېږدونکې بېړۍ برید کړی چې غوښتل یې د کلابندۍ په ماتولو سره خپل بندر ته ننوځي.