په ننګرهار ولایت کې د پاتې شوو ناچاودېدلو توکو د چاودنې له امله یو ماشوم مړ شوی او یو بل ټپي دی.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومانو له دغو توکو سره لوبې کولې.
د چارواکو په وینا، ټپي ماشوم نږدې روغتون ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون غرمه مهال د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې هم د یوې ناچاودېدلې سرګلولې د چاودنې له امله یو ۲۰ کلن ځوان مړ او درې نور کسان ټپیان شول.
دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې یاد ځوان غوښتل سرګلوله خلاصه کړي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وروستۍ شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې (د ۲۰۲۵ له اپریل څخه د ۲۰۲۶ تر مارچ پورې) په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدلو توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوې دي.
په دغو پېښو کې ټولټال ۹۶ کسان مړه شوي او ۳۲۸ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په قربانیانو کې ۳۲۱ ماشومان او ۱۵۳ لویان شامل دي؛ چې له ډلې یې ۳۸۰ نارینه او ۹۴ ښځې دي.
د ولایتونو په کچه کونړ د ۴۰ پېښو په درلودلو سره په لومړي او فراه د ۲۳ پېښو په درلودلو سره په دویم نمبر کې دي، چې ورپسې ننګرهار، هرات او کندهار تر ټولو زیاتې پېښې لري.
