لویدیځه اسیا

ایران کې یوه سوداګریز مرکز کې د اور لګېدنې له امله ۸ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شول

انځور- ارشیف څخه

د ایران دولتي ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې پلازمینې تهران ته څېرمه په یوه سوداګریز مرکز کې د اور لګېدنې له امله اته کسان مړه شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

دا اور لګېدنه د سې شنبې په ورځ د تهران ولایت په اندېشه ښارګوټي کې په «ارغوان» نومي سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی څرګند، خو د ایران دولتي ټلویزیون (IRIB) ویلي چې چارواکي په دې اړه څېړنې کوي.

خپاره شوي ویډیويي انځورونه ښيي چې اور وژونکي د اور په مړ کولو بوخت دي او له دغې څو پوړیزې ودانۍ څخه د تور لوګي غونډارۍ پورته کېږي.

داسې کومې نښې نه دي لیدل شوي چې دا پېښه دې له جګړې سره تړاو ولري؛ د ایران او امریکا ترمنځ له تېرو دریو اوونیو راهیسې یو نازک اوربند ټینګ دی.