سیاست

عراقچي چین ته ورسیده

انځور- د ایران د بهرنیو چارو وزیر پکن کې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي له امریکا سره د جګړې له پیل راهیسې په لومړي ځل د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بیجینګ ته رسېدلی ترڅو له خپل چینایي سیال سره پر سیمه ییز وضعیت خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، د عراقچي د دغه سفر اصلي تمرکز د اوسني اوربند په ساتلو او د هرمز تنګي په بیا پرانیستلو دی؛ هغه موضوعات چې چین هم ورباندې ټینګار کړی او تر دې وړاندې یې د دواړو لوریو ترمنځ په ټیلفوني خبرو کې پرې بحثونه کړي وو.

چین که څه هم د ایران پر بندرونو د امریکا لخوا لګول شوې کلابندي غندلې، خو د ایران لخوا د هرمز تنګي د تړل کېدو په اړه یې هم خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده.

تهران هڅه کوي په دغه سفر کې د بیجینګ ملاتړ په دوو برخو کې ترلاسه کړي؛ لومړی دا چې که ایران د هرمز تنګی پرانیزي، چین به یې تر کومه بریده ملاتړ وکړي او دویم دا چې که امریکا په ملګرو ملتونو کې نوي بندیزونه ولګوي، د بیجینګ دریځ به څه وي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د روانې میاشتې په نیمایي کې چین ته په سفر ځي او هڅه کوي د ایران پر وړاندې د بیجینګ فشارونه زیات کړي.