د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي آر) وايي، چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې، ۵۵ زره او ۲۰۲ افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.
د دغه بنسټ په وینا، په اخراج شویو کسانو کې ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځې شاملې دي، چې ټولټال ۱۳ زره او ۸۶ کورنۍ کېږي.
یاد بنسټ زیاته کړې، چې د دغو اخراج شویو کډوالو ۳۵ سلنه په ننګرهار، ۲۵ سلنه په کابل، ۸ سلنه په کنر، ۷ سلنه په لوګر او ۶ سلنه نور یې په لغمان ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې ویلي، چې د اپرېل میاشتې په دویمه نیمایي کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ په بېسارې ډول زیاته شوې، چې په دغه لنډه موده کې څه باندې ۱۲۷ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه شمېرې د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د IOM موندنې ښيي چې د افغانستان په سویلي او ختیځو پولو کې فشار خورا زیات شوی دی.
د ارقامو له مخې، له پاکستان څخه د کډوالو په راستنېدو کې ۱۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی او د تورخم په لویه لاره څه باندې ۹۰ زره کسان هېواد ته داخل شوي دي.
ورته مهال، له ایران څخه هم د راستنېدونکو په کچه کې ۱۴۲ سلنه زیاتوالی لیدل کېږي، چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۳۵ زره کسان له دغه هېواد څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
