کډوالي

آلمان: افغانستان ته د «مجرمو» کډوالو د اخراج لړۍ به دوامداره وساتل شي

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینټ اعلان کړی چې له دغه هېواد څخه د هغو افغانانو د ایستلو بهیر به په « دوامداره» ډول جریان ومومي چې په جنايي جرمونو ککړ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا پرېکړه به حتی د سیاسي ننګونو او له طالبانو سره د خبرو اترو د اړتیا په صورت کې هم ونه درول شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد له لومړي ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې دغه اخراجونه به په اونیز ډول ترسره کېږي او دولت یې پر دوام کلک هوډ لري.

هغه زیاته کړه: «موږ دا لاره په پایداره توګه مخته وړو.» ښاغلي دوبرینټ د هغو نیوکو په تړاو چې د مجرمو افرادو، لکه د جنسي تېري کوونکو او قاتلانو د ایستلو په اړه کېږي، وویل چې دی دا نیوکې نه شي درک کولی؛ ځکه د داسې کسانو پاتې کېدل د آلمان له امنیت سره په ټکر کې دي.

دغه آلماني چارواکي همداراز وویل چې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له کمښت سره سره به په پولو کې کنټرول جاري وساتل شي، ترڅو د کډوالو بېرته ستنول په سمه توګه مدیریت شي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسمي ارقامو له مخې، په آلمان کې د پناه غوښتنې په کچه کې د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی.

آلمان هڅه کوي چې په اوږد مهال کې د اروپا په کچه د کډوالۍ په نظام کې اصلاحات راولي، خو تر هغې وخته پورې د خپلو سرحدونو پر کلک څار او د مجرمو کډوالو پر ایستلو ټینګار کوي.