امنیت

سرچینې: بلخ کې یو سړی په «بوږنونکي» ډول وژل شوی

انځور- بلخ کې د وژل شوي شخص جسد

سیمه ایزو سرچینو په بلخ کې «آمو» ته ویلي، آغا نیاز چې د محمد یوسف زوی او د دغه ولایت د شورتپې ولسوالۍ د «اسلام‌چنکر» کلي اوسېدونکی و، په خورا «بوږنونکې» ډول وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه سړی په قوم ترکمن و او تېره ورځ دوشنبه د ثور په ۱۴مه د بلخ په شورتپې ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

سرچینو زیاته کړې چې دغه کس د قوش‌تپې کانال په پروژه کې د ورځني مزد اخیستونکي کارګر په توګه کار کاوه او تېره ورځ د خپلې کورنۍ د لیدو په موخه کور ته تللی و.

د معلوماتو له مخې، نوموړی هغه مهال ووژل شو چې په دښته کې یې خپل مالونه څرول او وسله‌وال کسان ورغلي او هغه یې په ډزو وژلی دی. تر اوسه د دغه سړي د وژنې لامل نه دی روښانه شوی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم په بلخ ولایت کې د کریم پهلوان په نوم د ترکمنو یو قومي مشر د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ناپېژانده وسله‌والو له لوري وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې هدفمندې او «مرموزې» وژنې، په ځانګړې توګه د ځوانانو وژل کېدل زیات شوي چې خلک یې اندېښمنې کړې دي.

پرون هم له کابل څخه سرچینو ویلي وو چې د میوند په نوم یو ځوان د جمعې په شپه د ثور په ۱۰مه په دغه ښار کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه کلني راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي چې طالبانو په تېر کال کې د بشري حقونو نقض شدید کړی او «خپلسرې وژنې، شکنجه او اجباري لادرکه کول» هغه موارد دي چې په دغه راپور کې یاد شوي دي.

دغه وزارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ راپور ته په اشارې ویلي: «د بشري حقونو مدافعین، حقوقي متخصصین او اعتراض کوونکي چې ډېری یې ښځې وې، د اجباري لادرکه کېدو قرباني شوي او دغه موارد مستند شوي دي.»

په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبانو د اجباري لادرکه کېدو د مخنیوي لپاره هیڅ هڅه نه ده کړې او زیاتوي: «طالبان له اجباري لادرکه کېدو څخه د کنټرول ساتلو او د خپلو مخالفینو ترمنځ د وېرې خپرولو لپاره ګټه اخلي.»

تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال په لړ کې هم د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار ډلې او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه په ځلونو خبرداری ورکړی و.