پنټاګون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات له خپل ناټو متحد جرمني څخه ۵۰۰۰ سرتېري وباسي؛ دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ایران جګړې پر سر د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اروپا ترمنځ اختلافات په پراخېدو دي.
ټرمپ وروسته له هغه د ځواکونو د کمولو ګواښ وکړ چې د جرمني له لومړي وزیر «فریدریش ميرز» سره یې لفظي شخړه رامنځته شوه.
ميرز د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې ایرانی د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې امریکا ته «سپکاوی» کوي او ده ته دا نه ده معلومه چې واشنګټن د دغې دوه میاشتنۍ جګړې لپاره کومه د وتلو ستراتیژي لري.
د پنټاګون یو لوړپوړي چارواکي وویل چې د جرمني وروستۍ ویناوې «نامناسبې او بې ګټې» وې. هغه زیاته کړه: «ولسمشر د دغو منفي څرګندونو په وړاندې په حقه غبرګون ښيي.»
پنټاګون ویلي چې تمه ده د ځواکونو دا وتنه په راتلونکو ۶ تر ۱۲ میاشتو کې بشپړه شي. دمګړۍ جرمني د ۳۵۰۰۰ امریکايي پوځي پرسونل کوربه دی چې دا په ټوله اروپا کې تر بل هر ځای لوړه شمېره ده.
دغه چارواکي وویل چې د ځواکونو دا کمول به په اروپا کې د امریکايي سرتېرو کچه بېرته هغې اندازې ته راولي چې له ۲۰۲۲ کال او پر اوکراین د روسیې له برید وړاندې وه.
هغه دا پرېکړه د ټرمپ د هغې تګلارې برخه وبلله چې غواړي اروپا پخپله په خپله وچه کې د امنیت اصلي چمتو کوونکې وي. خو دا پرېکړه د دې نښه هم ده چې ټرمپ د متحدینو د بېوفایۍ ځواب په توندو اقداماتو ورکوي.
تېره اونۍ رویټرز په یو ځانګړي راپور کې د پنټاګون یو داخلي ایمیل افشا کړی و چې په کې د ناټو د هغو متحدینو د مجازات کولو لارې چارې ښودل شوې وې چې د ایران په جګړه کې یې د امریکا ملاتړ نه دی کړی.
په دغو وړاندیزونو کې له ناټو څخه د اسپانیا تعلیق کول او د بریتانیا او ارجنټاین ترمنځ د «فالکلینډ ټاپوګانو» په دعوه کې د بریتانیا د موقف بیاکتنه شامل وو.
دا لا معلومه نه ده چې ایا له اروپا څخه به نور ځواکونه هم وایستل شي که نه. کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا له ایټالیا او اسپانیا څخه هم د سرتېرو ایستلو ته پام کوي، هغه ځواب ورکړ: «شاید.»
تېره میاشت ټرمپ ګواښ کړی و چې پر اسپانیا به بشپړ سوداګریز بندیز ولګوي، ځکه د دغه هېواد سوسیالیستې مشرتابه ویلي وو چې امریکا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له اډو یا فضا څخه پر ایران برید وکړي. امریکا په اسپانیا کې دوه مهمې پوځي اډې (روټا او مورون) لري.
ټرمپ همداراز د ایټالیا له لومړۍ وزیرې “جورجیا میلوني” سره هم د ایران جګړې او پر پاپ لیو باندې د ټرمپ د نیوکو پر سر ناندرۍ لرلې.
ټرمپ ویلي و چې میلوني د زړورتیا نشتوالی لري او واشنګټن یې یوازې پرېښود. نوموړي پر خپلو ناټو متحدینو نیوکه وکړه چې ولې یې د هرمز تنګي د خلاصولو لپاره خپل بحري ځواکونه نه دي لېږلي.
دغه تنګی چې د نړۍ د تېلو د لېږد مهمه لاره ده، د جګړې پر مهال تړلی پاتې شوی چې له امله یې د انرژۍ رسولو کې بېسارې ګډوډي رامنځته شوې ده.
ميرز ویلي چې له جرمني او اروپا سره د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د بریدونو له پیل وړاندې هیڅ مشوره نه وه شوې.
ټرمپ له پخوا غوښتل چې په جرمني کې خپل پوځي حضور کم کړي. هغه د خپلې لومړۍ دورې په پای کې هم د ۱۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو هڅه کړې وه، خو دا پلان هغه مهال پلي نه شو ځکه ټرمپ ټاکنې وبایللې او بایډن دا پرېکړه لغوه کړه.
جرمني پوځي چارواکو ویلي چې دوی د ټرمپ پر دې ناڅاپي اعلان حیران دي، ځکه د دوی په باور جرمني د نورو په پرتله ډېره همکاري کړې ده، د بېلګې په توګه په لانډسټول کې د یوه لوی پوځي روغتون کوربهتوب او د الوتنو اجازه ورکول.
د پنټاګون پخواني چارواکي “عمران بیومي” ویلي چې که څه هم دا وتنه دومره لویه نه ده، خو خطر دا دی چې امریکا او اروپا نور هم سره جلا کړي.
د هغه په وینا، اروپايي مشران به اوس واشنګټن ته د یو بېاعتباره متحد په سترګه ګوري او هڅه به وکړي چې خپله دفاعي بودیجه پخپله زیاته کړي.
د دې پرېکړې په اساس، یو محاربوي ټیم به له جرمني وایستل شي او هغه عصري لیرې واټن ویشتونکي توغندي چې بایډن یې د لېږد پلان جوړ کړی و، نور به جرمني ته وانستول شي.
