د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له طالبانو غوښتي چې نیول شوي خبریالان هر څه ژر خوشې کړي او پر رسنیو محدودیتونه کم کړي.
هغه ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.
بېنټ له طالبانو غوښتي چې خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د نیول کېدو، ځورونې یا غچ اخیستنې له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو راهیسې، د رسنیو ازادي په داسې ډول کمزورې شوې چې خپلواک خبري راپورونه په زیاتیدونکي ډول د سانسور، څارنې او قانوني محدودیتونو تر اغېز لاندې راغلي دي.
بېنټ د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون پورې اړوندو اقداماتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دې چارې د رسنیو د کارکوونکو لپاره د محدودیت فضا رامنځته کړې ده.
د هغه په وینا، خبریالان حتی د عادي راپورونو د جوړولو پر مهال هم له زیاتیدونکو خطرونو سره مخ دي، په ځانګړې توګه کله چې حساسې موضوعګانې لکه د ښځو حقونه یا پر چارواکو نیوکې پوښي.
هغه د افغانستان د خبریالانو د مرکز احصایو ته په اشارې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان نیول شوي دي.
د رسنیو د مدافع بنسټونو د ارقامو پر بنسټ، لږ تر لږه څلور خبریالان دا مهال د طالبانو په زندانونو کې دي. په دغو خبریالانو کې شکیب نظري، ابوذر صارم، حمید فرهادي او بشیر هاتف شامل دي.
بېنټ زیاته کړې چې له هېواده بهر له رسنیو سره د همکارۍ تورونه، ګواښونه او وېرول زیات شوي او دې حالت د وېرې فضا رامنځته کړې او د ځانسانسورۍ لمن یې پراخه کړې ده.
هغه همداراز ویلي چې نه یوازې خبریالان، بلکې د دوی خبري سرچینې هم تر فشار لاندې دي او د هغو کسانو د څارنې او نیول کېدو راپورونه شته چې له رسنیو سره خبرې کوي.
د هغه په وینا، د ښځینه خبریالانو لپاره وضعیت خورا ستونزمن دی؛ ځکه هغوی د تګ راتګ، اغوستنې او کار ته د لاسرسي په برخو کې له زیاتو محدودیتونو سره مخ دي او په کاري چاپېریال کې هم له نابرابر چلند سره لاس او ګریوان دي.
بېنټ ټینګار کړی چې د رسنیو د ازادۍ کمېدل په افغانستان کې د مدني فضا د پراخ محدودیت یوه برخه ده؛ چیرته چې فعالان، د مدني ټولنې غړي او د طالبانو د سیاستونو نیوکه کوونکي له جدي خطرونو سره مخ دي.
هغه همداراز د کتابونو او خپرونو د سانسور، معلوماتو ته د لاسرسي د محدودیت او د هغو مبهمو قوانینو په اړه اندېښنه ښودلې چې نیوکې کول جرم ګڼي.
له دې ټولو ننګونو سره سره، ښاغلي بېنټ ویلي چې افغان خبریالان په هېواد کې دننه او بهر په سختو شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي او د بشري حقونو د مستند کولو په برخه کې مهم رول لوبوي.
هغه خبرداری ورکړی چې له خپلواکو رسنیو سره د نړیوالو مالي مرستو کمېدو دا برخه نوره هم کمزورې کړې او د خبریالانو وړتیا یې د خوندي کار او راپور ورکولو په برخه کې محدوده کړې ده.
بېنټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان رسنیو سره مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي او له هغو خبریالانو چې له خطر سره مخ دي، ډېر محافظت وکړي. هغه ټینګار کړی: «یوه ازاده او خپلواکه رسنۍ د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده.»
