کډوالي

امریکایي سناتورانو کانګو ته د افغان پناه غوښتونکو د لیږدولو طرحې سره مخالفت وکړ

انځور له ارشیف څخه

د ۲۲ امریکایي سناتورانو یوې ډلې د ټرمپ له ادارې غوښتي چې کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد هر ډول طرحه بنده کړي. د دوی په وینا، دا کار کولی شي په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو متحدانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

دغو سناتورانو د اپریل په ۲۸مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په یو لیک کې خپله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په لیک کې راغلي چې د رپوټونو له مخې، تر زرو ډېر افغانان چې دا مهال په قطر کې دي، ښايي کانګو ته ولېږدول شي.

په لیک کې ویل شوي چې دغو کسانو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال د ژباړونکو، ځانګړو ځواکونو او یا هم د ملاتړي پرسونل په توګه دنده ترسره کړې ده.

امریکایي قانون جوړونکو خبرداری ورکړی چې کانګو په څېر هېواد ته د دغو کسانو لېږل چې په خپله له بشري بحران سره مخ دی  یو «بې‌رحمانه او بې‌تدبیره خیانت» دی.

دوی ټینګار کړی که حکومت دا ډول خبرې اترې تعقیب کړي، دا به د امریکا په تاریخ کې یو له تر ټولو لویو خیانتونو څخه وي.

سناتورانو ویلي چې په دوحه کې ډېری افغان پناه غوښتونکي په تېرو دوو لسیزو کې تر سختو امنیتي څېړنو تېر شوي او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ورسره په امریکا کې د خوندي استوګنې ژمنه شوې وه.

د دوی په وینا، دا کسان اوس له یوه «غلط انتخاب» سره مخ دي: یا به افغانستان ته ستنېږي چې هلته ورته د ځورونې خطر دی، او یا به داسې هېواد ته ځي چې په خپله له جګړې، بې‌ځایه کېدو او بشري ناورین سره لاس او ګریوان دی.

دا مهال د قطر په «السیلیه» پنډغالي کې تر ۱۱۰۰ ډېر افغانان په بې‌برخلیکه حالت کې ژوند کوي. دا هغه کسان دي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه ایستل شوي او له امریکا سره یې کار کړی دی.

تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ د دغو رپوټونو په غبرګون کې وویل چې له داسې طرحې خبر نه دی او زیاته یې کړه: «نه پوهېږم، باید وګورم.»

بل خوا سناتورانو د ملګرو ملتونو ارزونو ته په اشارې ویلي چې کانګو په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو له تر ټولو پیچلي بحران سره مخ ده.

یو امریکایي سناتور ریچارد بلومنتال په اېکس (ټویټر) کې لیکلي چې دا طرحه د خپلو افغان متحدانو سره د امریکا د ژمنې ماتول دي.

هغه وویل چې ډېری دا کسان افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له «مرګ او شکنجې» سره مخ کېږي.

سناتورانو له حکومت غوښتي چې د پناه غوښتونکو د جبري لېږد په اړه هر ډول مذاکرات ودروي او خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

په لیک کې راغلي: «امریکايي متحدانو زموږ له بچیانو سره په دې باور جګړه کړې چې امریکا به هغوی یوازې نه پرېږدي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول د داسې طرحې شتون نه دی تایید کړی.