امنیت بشري حقوق

یوناما: په کونړ کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لسګونه موارد مستند شوي دي

انځور- د طالبانو د مرستیال ویاند حمد الله فطرت له ایکس پاڼې څخه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې، چې په کونړ کې د وروستیو هوایي بریدونو له امله د لسګونو ولسي وګړو مرګ‌ژوبله یې مستنده کړې ده.

یوناما ټینګار کړی چې د نړیوالو بشري قوانینو پر بنسټ، ښوونیز بنسټونه او ملکي سیمې باید له هر ډول پوځي بریدونو څخه خوندي وي. دغه سازمان د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپورتر، ریچرډ بېنېټ هم د دغو بریدونو په غندلو سره د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی او د پېښې په اړه یې د یوې خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو او عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ په ترسره شویو هوایي بریدونو کې، چې د ډرون او جېټ الوتکو په وسیله شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي.

په پېښه کې د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون ودانۍ هم په نښه شوې چې له امله یې ګڼ شمېر محصلین او یو استاد ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، د پېښې په ځای کې د اور او باروتو لوګي د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی و.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت دغه برید «بزدلانه او د اسلامي اصولو خلاف» بللی دی.

دغه راز، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د یادو بریدونو په غندلو سره په ملګرو ملتونو غږ کړی چې د پاکستان دغه ډول نظامي تیري دې په جدي توګه وڅېړي او مخه دې یې ونیسي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا پر پوهنتون د برید راپورونه رد کړي او په ادعايي ډول یې ویلي چې د دوی پوځي عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یوازې «ترهګر» په نښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیورند پر کرښه د دواړو لورو ترمنځ په لږ تر لږه درېیو برخو کې د جګړې او ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي.