سویلي آسیا

اندونیزیا کې د رېل ګاډو ټکر؛ د مړو شمېر ۷ تنو ته ورسېد

انځور- د ریل ګاډو اوښتل، ارشیف څخه

په اندونیزیا کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷ تنو ته لوړ شو او ۸۱ نور ټپیان شوي دي.

ژغورندویه ډلې لا هم د پېښې په ځای کې د هغو مسافرو د راایستلو په حال کې دي چې د رېل ګاډي په ویجاړو شویو بوژیو کې بند پاتې دي.

دا پېښه د دوشنبې په شپه د جاکارتا ښار په څنډه «بکاسي» کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه ښاري رېل ګاډي له یوې لیرې‌سفر کوونکې رېل‌ګاډي سره ټکر وکړ.

د اندونیزیا د ژغورنې ادارې مشر محمد شافعي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د بند پاتې کسانو راایستل یوه حساسه او پیچلې پروسه ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ اړ یو چې د ژغورنې لپاره ځانګړي مهارت لرونکي کسان وکاروو، ځکه ځینې قربانیان لا هم ژوندې دي خو د رېل‌ګاډي د وسپنې په منځ کې بند پاتې دي.»

د اندونیزیا د رېل پټلۍ دولتي شرکت (PT KAI) اجراییوي رییس بوبي راسییدین وویل، لومړنیو پلټنو ښودلې چې لومړی یو ټکسي د رېل پټلۍ پر سر بند پاتې و، چې د ښاري رېل ګاډي لخوا ووهل شو او وروسته لیرې‌سفر کوونکې رېل‌ګاډۍ د ښاري رېل‌ګاډي پر یوې ځانګړې بوژۍ (چې یوازې ښځو لپاره وه) ټکر وکړ.

د اندونیزیا د ترانسپورت ملي خوندیتوب کمېټې د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په اندونیزیا کې د ځمکني ټرانسپورټ پېښې تر یوې اندازې عامې دي، چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۴ کال کې هم د لوېدیځې جاوا په ولایت کې د رېل‌ګاډو د ټکر له امله څلور کسان وژل شوي وو.