رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې دوه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په موخه د ایران له وروستۍ طرحې څخه راضي نه دی.
دې څرګندونې د دغه کړکېچ د هواري لپاره هغه هیلې مړاوې کړې، چې له امله یې د انرژۍ د اکمالاتو لړۍ ټکنۍ شوې، د توکو بیې لوړې شوي او زرګونه کسان په کې وژل شوي دي.
د ایران په نوې طرحه کې وړاندیز شوی چې د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې د جګړې تر پای ته رسېدو پورې وځنډول شي او د خلیج د سمندري لارو پر سر شته لانجې هوارې شي.
خو د واشنګټن لپاره دا طرحه د منلو وړ نه ښکاري. یو امریکايي چارواکي چې د دوشنبې په ورځ له ولسمشر سره په غونډه کې حاضر و، د نوم نه ښودلو په شرط وویل: «ټرمپ د ایران له دې وړاندیز څخه ناخوښه دی، ځکه امریکا ټینګار کوي چې اټومي موضوع باید له لومړۍ ورځې د مذاکراتو په سر کې وي.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز وویل، امریکا به «د رسنیو له لارې مذاکرات ونه کړي» او په وینا یې، د ټرمپ اداره چې له فبرورۍ راهیسې یې له اسرائیلو سره یوځای د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړې، د خپلو «سرو کرښو» په اړه روښانه دریځ لري.
په داسې حال کې چې د جګړې ښکېلې غاړې د هواري لپاره له یو بل سره ژور واټن لري، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې یو ځل بیا پورته شوې.
د «سټي انډیکس» د بازار شنونکي فواد رضازاده وايي: «اوس د تېلو سوداګرو لپاره ویناوې ارزښت نه لري؛ مهمه د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد واقعي جریان دی، چې دا مهال له سختو محدودیتونو سره مخ دی.»
د کښتۍ-موندنې (ship-tracking) معلومات ښيي چې د امریکا د بندیزونو له امله د ایراني تېلو لږ تر لږه شپږ ټانکرونه بېرته ایران ته ستانه شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا دا کړنه «د سمندري غلا د قانوني کولو» په معنا بللې ده.
د یادونې وړ ده چې د جګړې له پیل وړاندې هره ورځ له ۱۲۰ تر ۱۴۰ پورې کښتۍ د هرمز له تنګي تېرېدې، خو د وروستیو معلوماتو له مخې، په تېره یوه ورځ کې یوازې اوه کښتۍ له دې لارې تېرې شوي، چې په هېڅ یوه کې یې د نړیوال بازار لپاره تېل نه وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې په دې وروستیو کې یې اسلام اباد، عمان او روسیې ته سفرونه کړي، په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو غوښتنه کړې، ځکه د امریکا په وینا، واشنګټن تر اوسه په جګړه کې خپلو موخو ته نه دی رسېدلی.
