افغانستان

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه مړه او۴ نور ټپيان شول

انځور ارشیف څخه

د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په خانشین کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي چې دغه پېښه په یاده ولسوالۍ کې د موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دوی زیاتوي چې ټپیان سمدستي د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د ټپیانو د درملنې چارې روانې دي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

په افغانستان کې د سړکونو د خرابوالي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله وخت ناوخت دا ډول خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوي.