سیاست

امیرخان متقي: په افغانستان کې د وسله‌وال مخالفت هېڅ نښه نشته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ادعا کوي چې په ټول هېواد کې د دوی د واکمنۍ پر وړاندې هېڅ ډول مخالفت نه شته، ټولو قومونو یو بل ته لاس ورکړی او امن دی.

نوموړي دا خبرې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د فراغت په مراسمو کې کړي چې یاد وزارت پر ایکس پاڼه هم خپرې کړي دي .

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپرې شوې ویډیو له مخې، متقي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې ان په لرو پرتو ولسوالیو کې هم د دوی پرقوماندانیو، دفترونو او امنیتي پوستو،  بریدونه نه کېږي.

نوموړي ویلي: «تاسو خپله شاهدان یئ چې نه په کوم ولایت او نه هم په کومه ولسوالۍ کې د دوی د مخالفینو هېڅ کوم مرکز موجود دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مقاومت ملي جبهه او د ازادۍ جبهې په نومونو وخت په وخت په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د وسله‌والو بریدونو ادعاوې کوي.

له بلې خوا، د طالبانو دا لوړپوړی چارواکی دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې دغې ډلې تر اوسه نړیوال مشروعیت نه دی ترلاسه کړی او د نجونو د زده‌کړو او کار په ګډون د یو لړ محدودیتونو له امله د عامه خلکو له سختو نیوکو سره مخ ده.

ورته مهال یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي په وروستیوکې څرګندونې کوي، ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ اخته دي او هڅه کوي چې د دوی حاکمیت ته ستونزې جوړې کړي.