نیویارک ټایمز په یوه تازه راپور کې لیکلي، هغه افغانان چې په تېر کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی، اوس د برخلیک پر کرښه ولاړ دي.
دوی د دوو سختو لارو تر منځ ګیر دي: یو دا چې بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستانه شي، او بل دا چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.
د راپور له مخې، دا کسان له کلونو راهیسې په قطر کې د امریکا په یوه پخواني پوځي کمپ (السیلیه) کې په نامعلوم برخلیک کې شپې او ورځې تېروي.
په دې ډله کې ډېری پخواني ژباړونکي، د خاصو ځواکونو غړي او د هغو کسانو کورنۍ دي چې د امریکايي پوځیانو سره یې کار کړی. دوی وېره لري چې که افغانستان ته ستانه شي، ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي.
نیویارک ټایمز زیاتوي چې د ډونالډ ټرمپ اداره له کانګو سره په خبرو بوخته ده، څو تر ۱۱۰۰ پورې دغه افغانان هلته ولېږدوي. خو د کمپ چارواکو پناه غوښتونکو ته ویلي چې تر اوسه هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
له بل لوري، یو شمېر پناه غوښتونکي وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې تر فشار لاندې دي، څو په وړیا ټکټ او لږو پیسو بېرته افغانستان ته ستانه شي. سرچینې وايي، له تېر کال راهیسې له ۲۰۰ زیات کسان له دې کمپ څخه وتلي دي.
یو پناه غوښتونکي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د بد او بدتر تر منځ ګیر پاتې یو.»
په همدې حال کې، منتقدان خبرداری ورکوي چې کانګو ته د افغانانو لېږدول نه خوندي دي او نه هم دا یو داوطلبانه عمل دی، ځکه چې خپله کانګو د نړۍ له تر ټولو لویو بشري بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی.
د دې پناه غوښتونکو برخلیک لا هم ناڅرګند دی او دوی د امریکايي او نړیوالو چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.
