د سیمهییزو دودیزو رزمي لوبو سیالۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پیل شوې. په دغو درې ورځنیو سیالیو کې د سیمې د شپږو هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې ده.
د ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او ترکیې ورزشکاران د کورش، غېږنیونې، سامبو او نورو دودیزو رزمي لوبو په برخو کې له یو بل سره سیالي کوي. د سیالیو تنظیموونکي وايي چې په دغو لوبو کې شاوخوا ۱۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو یو شمېر چارواکو او بهرنیو استازو برخه اخیستې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې مراسمو کې وویل چې د «نړیوالو ورزشکارانو» شتون په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والی ښيي.
نوموړي زیاته کړه: «د بهرنیو ورزشکارانو راتګ ښيي چې افغانستان په یو خوندي ځای بدل شوی دی.» متقي دا هم وویل چې اداره یې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا سره د همکارۍ اړیکې لري او ورزش یې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه وسیله وبلله.
د طالبانو د ورزش ادارې مسوول احمدالله وثیق ویلي، دا سیالۍ په ټول هېواد کې د ورزش د پراختیا لپاره د هڅو یوه برخه ده.
نوموړي وویل: «موږ ورزش یوه بشري اړتیا، د اړیکو لپاره یو پُل او د یووالي وسیله ګڼو.» د هغه په خبره، هر میاشت په هېواد کې سلګونه ورزشي پروګرامونه ترسره کېږي.
د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي او د سیمې د هېوادونو ورزشکاران، چارواکي او نندارچیان یې جذب کړي دي.
دغه سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته، ښځې په هر ډول ورزشي فعالیتونو له ګډون څخه منع کړي دي.
