د ښځو یو شمېر فعالانو د اروپايي ټولنې لوړپوړو چارواکو ته په یوه پرانیستي لیک کې، د افغان کډوالو د ایستلو په موخه د طالبانو د استازو د بلنې په اړه د دې ټولنې د وروستي پلان په غبرګون کې ټینګار کړی چې دغه تعامل د افغان ښځو پر وړاندې «خیانت» دی او باید سمدستي ودرول شي.
دغه لیک چې د اروپايي پارلمان رییسې روبرتا متسولا، د اروپايي کمیسیون رییسې اورزولا فون دیر لاین او د یادې ټولنې غړو ته استول شوی، په کې راغلي چې د کډوالو د ایستلو په پلمه دغه «تخنیکي خبرې» بېطرفه اداري اقدام نه، بلکې یوه قصدي سیاسي پرېکړه ده.
لیکونکې وايي، د اروپايي ټولنې دغه اقدام د هغه رژیم د مشروعیت لامل کېږي چې د «سیستماتیک ځپلو» مسوول دی او دا کار د افغان ښځو لپاره د «جنسیتي اپارټاید» د عادي کېدو معنا لري.
په لیک کې په ډېرې بیړې، اندېښنې او ژورې هیلهمندۍ سره لیکل شوي چې افغان ښځې د نړۍ د تر ټولو سختو «ځپونکو» نظامونو تر اغېز لاندې دي؛ له زدهکړو محرومې، له دندو ګوښه، له ټولنیز ژوند حذف او د تګ راتګ له آزادۍ څخه بېبرخې شوې دي.
په لیک کې راغلي: «له هغو کسانو سره تعامل چې داسې سیستم پلي کوي، د بشري حقونو د ادعاوو په شتون کې یو ژور اخلاقي تناقض دی.»
لیکونکې زیاتوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د کډوالو ستنول د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او د اروپايي ټولنې دا اقدام په حقیقت کې د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو کمزوري کول دي.
دوی اروپايي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې دا یو لنډمهالی سیاسي مصلحت دی چې د نړۍ د امنیت لپاره اوږدمهاله ناوړه پایلې لري.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو د بنسټونو له اندېښنو سره سره، د طالبانو له یو «تخنیکي» پلاوي سره د هغو افغانانو د ستنولو پر سر خبرې کوي چې په اروپا کې د اوسېدو قانوني حق نه لري.
د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په وینا، اروپايي چارواکي د کابل د هوایي ډګر د ظرفیت او د شړل شویو کسانو د برخلیک په اړه مالومات راټولوي، که څه هم اروپايي کمیسیون تر دې دمه طالبانو ته رسمي بلنه نه ده استولې.
