کډوالي

د بشري حقونو څار بنسټ: پاکستان د افغان کډوالو ځورونه، توهین او ایستل شدید کړي دي

انځور- سپین بولدک کې د پاکستان له زندانونو ازاد شوی کډوال

د بشري حقونو د څار سازمان(واچ) راپور ورکړی چې پاکستاني چارواکو د دې هېواد او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له پیل وروسته، د افغان کډوالو پر وړاندې «توهین‌آمیز چلند، خپلسري نیونې او اجباري ایستل» ګړندي کړي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د پاکستاني پولیسو دغه کړنې د ماشومانو په ګډون زرګونه افغان کډوال له جدي خنډونو سره مخ کړي چې له امله یې دوی روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو اړینو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان څېړونکې، فرشته عباسي وايي: «پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې له افغان کډوالو سره د هغو کسانو په توګه چلند وکړي چې ملاتړ ته اړتیا لري، د دوی ترمنځ وېره خپروي.»

هغه زیاتوي:«د پولیسو توهین‌آمیز اقدامات خلک اړباسي چې له خوړو او روغتیايي پاملرنې تېر شي، په داسې حال کې چې پراخې ایستنې کډوال، په افغانستان کې احتمالي ځورونې او تر دې بدو شرایطو ته ورګرځوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره، پاکستاني پولیسو د دې هېواد په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې عملیات پراخ کړي دي.

د راپورونو له مخې، کور په کور تلاشۍ، شپنۍ پلټنې او د محکمې له حکم پرته نیونې ترسره کېږي.

د بشري حقونو څار سازمان زیاتوي چې پولیسو حتی هغه افغانان نیولي چې معتبره ویزه یې درلوده.

ډېری افغان کډوال د ۲۰۲۳ کال راهیسې چې د پاکستان حکومت د ثبت کارتونو او نورو استوګنیزو اسنادو د نوي کېدو لړۍ ودروله، له قانوني اسنادو بې‌برخې دي.

د دغه بنسټ په وینا، پولیس په عمومي توګه نیول شوي کډوال توقیف‌خونو ته لېږدوي او وروسته یې وباسي.

یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴۶ زرو ډېر کډوال له پاکستانه ایستل شوي او د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې دا شمېره نوره هم زیاته شوې ده.

د روان کال د فبرورۍ او اپرېل ترمنځ، د بشري حقونو څار سازمان په پاکستان کې له اتو افغان کډوالو او څلورو نورو سره چې تازه افغانستان ته رسېدلي وو، او همدارنګه د مرستندویه ادارو له استازو سره مرکې کړي دي.

مرکه شویو کسانو ویلي چې پولیسو دوی د سودا، ښوونځي ته د تلو یا کار موندنې پر مهال نیولي، موبایلونه او نغدې پیسې یې ترې اخیستې او د خوشې کېدو په بدل کې یې رشوت غوښتی دی. هغه کسان چې د پیسو ورکولو توان یې نه درلود، نیول شوي او ایستل شوي دي.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې ډېری دا کډوال، لکه ژورنالیستان، د بشري حقونو مدافعان او فعالان، که افغانستان ته ستانه شي له جدي ګواښ سره مخ کېږي؛ ځکه چې په تېر کې یې له پخواني افغان حکومت سره کار کړی او یا یې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې د نیول شویو او په زور ایستل شویو کسانو په منځ کې هغه ژورنالیستان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هېواد پرېښی و.

سربېره پر دې، د بې‌سرحده ژورنالیستانو سازمان (RSF) په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې پاکستاني پولیسو د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۹ افغان ژورنالیستان، چې ځینو یې معتبره ویزه هم درلوده، په زور ایستلي دي.