د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې په افغانستان کې اندېښنې او ګواښونه او د منځني ختیځ کړکېچ پر ټولې سیمې، په ځانګړې توګه پر منځنۍ آسیا ژور اغېز کوي. نوموړي د یادو ګواښونو په یادولو سره زیاته کړې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه روانه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې مسکو به د «ګډ امنیتي تړون سازمان» (CSTO) په چوکاټ کې له خپلو متحدینو سره د نړیوالو امنیتي مسایلو د حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
لاوروف د ګډ امنیتي تړون سازمان د پارلماني شورا په غونډه کې وویل، د افغانستان شاوخوا بېثباتي له خلیج فارس سره یوځای، د قفقاز، منځنۍ آسیا او کسپین سمندرګي په ګډون د ټولې سیمې پر امنیت اغېزه کوي.
هغه وویل: «په اوراسیا کې ګواښونه مخ په زیاتېدو دي او لا زیاتو هڅو ته اړتیا لري. هغه هېوادونه چې د جګړې او تاوتریخوالي له لارې د واکمني لټون کوي، نوي ګواښونه رامنځته کوي. د افغانستان په اړه، د ترهګرۍ او د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې مبارزه لا هم روانه ده.»
ترهګري او د نشهيي توکو قاچاق له افغانستان څخه د روسیې دوې جدي اندېښنې بلل کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې په خپلو ارزونو کې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو د جنګیالیو شمېر له ۲۰ زره تر ۲۳ زرو تنو اټکل کړی و.
د دغو ارزونو پر بنسټ، د داعش خراسان څانګه له نږدې ۳۰۰۰، د پاکستاني طالبانو تحریک له ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰، القاعده ۱۵۰۰، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له ۳۰۰ تر ۱۲۰۰، د ازبکستان اسلامي غورځنګ له ۱۵۰ تر ۵۰۰ او د انصارالله جماعت له ۱۵۰ تر ۲۵۰ تنو سره په افغانستان کې تر ټولو لویې فعالې ترهګریزې ډلې دي.
که څه هم طالبانو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې بېبنسټه بللي، خو د امنیت شورا په افغانستان کې د داعش ګواښ جدي بللی دی.
روسیه د روان میلادي کال له جنوري میاشتې راهیسې د ګډ امنیتي تړون سازمان مشري پر غاړه لري. سرګي لاوروف ویلي چې مسکو به د دې سازمان له متحدینو سره د نړیوال امنیت د دفاع او د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه لومړنی هېواد ګڼل کېږي چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او طالبان په دې هېواد کې د سفیر تر څنګ پوځي اتاشي هم لري.
