پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د کراچۍ یوې ابتدائیه محکمې د دوشنبې په ورځ یو کس د امریکا پر عمومي قونسلګرۍ د بمي برید د ګواښ په تور په قضايي توقیف کې زندان ته ولېږه.
تورن شرجیل اکبر د یکشنبې په ورځ د پولیسو لخوا ونیول شو او پر وړاندې یې د پاکستان د جزايي قانون د ۵۰۶-بي (مجرمانه ارعاب) او ۵۰۴ (د عامه نظم د ګډوډولو په نیت قصدي سپکاوي) مادو، او د ټیلیګراف قانون د ۲۵-ډې (د مزاحمت رامنځته کولو سزا) مادې له مخې دوسیه ثبت شوه.
د قضیې لومړنۍ دوسیه (FIR) د «ډاکس» پولیسو په سټېشن کې د بهرنیو چارو د امنیتي څانګې د یو مفتش د شکایت پر اساس ثبت شوې ده.
شکایت کوونکي ویلي چې د اپریل په ۱۵مه نېټه د قونسلګرۍ کارکوونکو ورته خبر ورکړی چې یو کس ورته ټیلیفون کړی او خپل نوم یې شرجیل اکبر ښودلی، ادعا یې کړې چې د قونسلګرۍ ترڅنګ یې بم اېښی دی.
په راپور کې راغلي چې د شکایت له ترلاسه کېدو سره سم، د بم شنډوونکې ډلې د قونسلګرۍ شاوخوا سیمه پلټلې، خو د چاودېدونکو توکو هېڅ نښه نه ده موندل شوې.
د دوشنبې په ورځ، د قضیې څېړونکي افسر (IO) د لوېدیځې برخې ابتدائیه قاضي انعام الله ګلپوټو ته معلومات ورکړل چې تورن کس د یکشنبې په ورځ د «ویسټ وارف» سړک په سیمه کې د پلټنې پر مهال نیول شوی دی.
څېړونکي له محکمې د ۱۴ ورځني پولیس توقیف غوښتنه کړې وه ترڅو د نوموړي له تورن څخه پوښتنې وکړي او جرمي مخینه یې وڅېړي.
خو محکمې د پولیسو دغه غوښتنه ونه منله او تورن کس یې په قضايي توقیف کې زندان ته ولېږه.
ابتدائیه څېړونکي افسر ته لارښوونه کړې چې د قانوني مودې په ترڅ کې د قضیې چالان (تکمیلي دوسیه) محکمې ته وړاندې کړي.
