لویدیځه اسیا

د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند وروستۍ ورځې؛ د جګړې د بیا پیل وېره ډيره شوې ده

انځور- ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د روانې جګړې د راتلونکي په اړه تر ټولو متضاد پیغامونه ورکړي دي.

هغه په داسې حال کې چې د شخړې د ژر پای ته رسولو لپاره د هر ډول بېړې له ښودلو انکار کوي، په پاکستان کې د ایران سره د سولې د نویو خبرو د پیل پر امکان هم باور څرګندوي.

د امریکا او ایران ترمنځ د ۱۴ ورځني اوربند موده د چهارشنبې په ورځ پای ته رسېږي او ټرمپ ګواښ کړی که تر دې نېټې کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو «ډېر بمونه به والوځي».

په ورته وخت کې د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د امریکا دغه چلند ته په غبرګون کې ویلي چې ایران به کله هم «د ګواښونو تر سیوري لاندې» خبرو ته کښې نه ني او د امریکا اوسنۍ غوښتنې د دوی د تسلیمۍ په معنی دي.

د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ اصلي ټکی د هرمز تنګي په سر ناندرۍ او د امریکا لخوا د ایران پر بندرونو کلابندي ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د یوې ایراني بار وړونکې بېړۍ د نیول کېدو وروسته دا وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی.

ایران دا اقدام «وسله‌واله سمندري غلا» بولي او د غچ اخیستو خبرداری یې ورکړی دی.

سره له دې چې ټرمپ د «ټروټ سوشیل» په خپله پاڼه کې لیکلي چې هغه د جګړې د ختمولو لپاره تر هېڅ ډول فشار لاندې نه دی، خو په ورته وخت کې یې د یوې هوکړې د ژر ترلاسه کېدو هیله هم څرګنده کړې ده.

ټرمپ د جګړې پر هغو منتقدینو هم سختې نیوکې کړې چې د جګړې د سمدستي درولو غوښتنه کوي او ویلي یې دي چې د ایرانیانو د پوځي ماتې په حال کې د جګړې درول یوه تېروتنه ده.

دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ د انرژۍ بازارونه د تېلو د بیو د لوړېدو له امله د سختې اندېښنې سره مخ دي او د برینټ خامو تېلو بیه له ۹۵ ډالرو څخه اوښتې ده.

د ایران د رسمي شمېرو له مخې، د جګړې له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳۳۷۵ کسان وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د چهارشنبې د ورځې انتظار باسي، په اسلام اباد کې د سولې د راتلونکو خبرو لپاره امنیتي تدابیر ډېر شوي، خو د ایران د مذاکراتي دریځ په پام کې نیولو سره، د خبرو اترو د بریالیتوب چانس تر بل هر وخت کم ښکاري.