افغانستان

طالبانو د مسجد د امام په تایید د کور جوړولو اجازه ورکړه

انځور ارشیف څخه

د طالبانو د رییس الوزرا په یوه نوي فرمان کې د کابل او نورو ښارونو په کچه د کورونو جوړولو ته د مسجد د امام او د سیمې د استازو په تایید سره اجازه وکړل شوې ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د کډوالو د راستنېدو په دوام سره، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د کور کرایې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

دا فرمان چې د محمد حسن آخند له لوري صادر شوی، غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د یو لړ اسنادو په وړاندې کولو سره، لکه شرعي قباله، د مالیې رسېد، یا د ملکیت عرفي اسناد، د کور جوړولو چارې پیل کړي. دغه اسناد باید د مسجد د امام، دوو ګاونډیانو او د گذر د وکیل لخوا تایید شي.

 د هغه سند پر بنسټ چې د طالب چارواکو لخوا خپور شوی، دا دستور په ټول هېواد کې د پلي کېدو وړ دی او د ښاري پلان لرونکو او بې‌پلانه برخو لپاره د کور جوړولو اسانه پروسه په پام کې نیسي.

په هغو ښارونو کې چې ښاري پلان لري خو په بشپړه توګه نه دی پلي شوی، کور جوړول د سیمه‌ییز تایید او اړینو اسنادو له وړاندې کولو وروسته مجاز ګڼل شوي دي.

غوښتونکي باید لیکلې ژمنه ورکړي چې ودانۍ به یې په راتلونکي کې د ښاري پلانونو د پلي کېدو مخنیوی ونه کړي او د اړتیا په صورت کې به د ښاري برنامو سره سم اقدام وکړي.

 د دې دستور له مخې، کور جوړول تر ډېره د استوګنې د موخو لپاره په پام کې نیول شوي او معمولاً په یوه ټوټه ځمکه کې تر درېیو پوړونو ډېرو استوګنیزو واحدونو د جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.

په دې ترڅ کې، د ځمکو اداره مکلفه شوې ده چې د کادستر نقشې او د دولتي او شخصي ځمکو لېست د ښاروالیو په واک کې ورکړي ترڅو د ملکیت د تثبیت او جوازونو د صادرولو پروسه اسانه شي.

 همدارنګه ښاروالۍ مکلفې شوې دي چې په یوه میاشت کې دننه، د کور جوړولو لپاره ممنوعه برخې مشخصې او نقشه کشي کړي.

په دغو برخو کې د سېلابونو مسیرونه، د سړکونو دهلېزونه، تاریخي ساحې او نورې محدودې شوې سیمې شاملې دي.

په هغو برخو کې چې رسمي ښاري پلان نه لري، کور جوړول تر ورته شرایطو لاندې مجاز ګڼل شوي، په دې شرط چې د ځمکې ملکیت د شرعي یا عرفي اسنادو له لارې تثبیت شوی وي او سیمه‌ییز تایید ترلاسه شوی وي.

 په دې فرمان کې ټینګار شوی چې د ملکیت د نه روښانتیا په صورت کې د کور جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.

همدارنګه د «نوي کابل» پروژه له دې مقرراتو څخه مستثنا اعلان شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم مکلف شوی ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه له ښاروالیو سره د همغږۍ پرته د کور جوړولو په پروسه کې مداخله ونه کړي.

دا دستور په داسې حال کې صادرېږي چې افغانستان د استوګنې په برخه کې له زیات فشار سره مخ دی؛ هغه فشار چې لامل یې اقتصادي ستونزې، داخلي بې‌ځایه کېدل او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدل بلل کېږي.

 له بلې خوا، په دې پروسه کې پر سیمه‌ییزو او مذهبي تاییدي میکانیزمونو تکیه کول، د ځینو کارپوهانو په وینا، د ښاري پلان جوړونې او د کور جوړولو د مدیریت په برخه کې له ننګونو سره مخ کېدای شي.